هلمندیان: د جګړې دواړه لوري دې سولې ته غاړه کېږدي
خبریال وېب پاڼه/ په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازو، د هلمند ولایتي چارواکو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، ځوانانو او د هلمند ولایت اوسېدونکو د یوې لویې غونؤې په ترڅ کې د جګړې له دواړو لوریو وغوښتل چې سولې ته غاړه کېږدي.
په غونډه کې د مشرانو جرګي غړي او د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي، د هلمند ولایت د خلکو ته د حقونو پر ورکړې او دفاع ټیګار وکړ او د جګړې پر دواړو لوریو یې غږ وکړ، چې د سولې په لار کې پراته خنډونه دې لېرې کړي او سولې ته دې حاضر شي.
نوموړي د هېواد پر ټولو قومونو غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې سره منسجم شي او یووالی دې وکړي.
ښاغلي الکوزي پر حکومت غږ وکړ چې د قانون په چوکاټ کې دې هلمندیانو ته دندې هم ورکړل شي.
د غونډې ګډونوالو د خبرو پر مهال پر ولسمشر غني غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې د مشورتي لویې جرګې پر ټولو پرېکړه عمل وکړي او د هلمند خلک به د سر په بدله د سولې غوښتږنکي دي او د سولې لپاره له ټولو مثبتو اقداماتو ملاتړي او ساتوونکي دي.
دوی وایي، د هېواد په لسیزو جګړو کې د هلمند خلکو خورا ډېره قرباني ورکړې او اوس یې وخت دی، چې هلمندیانو ته یې قانوني حقونه ورکړل شي.
غونډه کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د هلمند ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به له ولسمشر سره د حل په موخه شریک کوي.
ښاغلي یاسین خان وویل د سولې لپاره د حکومت دریځ روښانه دی، د سولې لپاره د طالب زندانیانو خوشې کول د ولسمشر په واک کې دي خو خوشې کول به یې لږ وخت وغواړي.
هلمندیان داسې مهال د سولې په موخه سره را غونډیږي، چې د سولې خبرې له یوې نېټې بلې ته بیا ځنډیږي او د سولې د خبرو پر وړاندې لا هم خنډونه شته، خو افغان حکومت وایي دوی ټول خنډوده لېرې کړي او طالبان دې خبرو ته حاضر شي، د دواړو لوریو له خوا تر ټولو ستر شرط د بندیانو ازادول دي چې اوس د بندیانو د ازادولو پروسه درېدلې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.