د ملي پخلاینې شورا غړي د سولې سره لېوالتیا نه لري
خبریال وېب پاڼه/ د سولې ولسي مجمع د ملي پخلاینې شورا له جوړښت خوښ نه دي.
د سولې ولسي مجمع همدا راز د طالبانو سره د حکومت د سولې پر مرکچي پلاوي او د ملي پخلاینې شورا پر جوړښت نیوکې کړي.
د مجمع غړي وایي حکومت د سولې له بهیر سره سیاسي چلند روان کړی. حکومت کې واکمنې کړۍ غواړي د شخصي ګټو او پر واک د پاتې کېدو لپاره سوله سیاسي کړي او خنډونه ورته جوړوي.
دوی وایي، د ملي پخلاینې شورا کې داسې خلک ځای پر ځای شوي، چې اصلاً د سولې سره لېوالتیا نه لري، خو طالبان او حکومت باید د سولې لپاره موقع له لاسه ور نه کړي او خبرې ژر پیل کړي، خو د دوی اندېښنه دا هم ده چې د بندیانو له خلاصون وروسته د شخصي ملېشو د جوړلو وېرې شته.
دا په داسې مهال ده، چې حکومت پرون مازدیګر د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ د بشپړېدو خبر ورکړ. او د سولې بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې ټولې بهانې پای ته ورسېدې.
د سولې مذاکراتي خبرې په وار وار د بندیانو د خلاصون او تبادلې له کبله ځنډېدلي وو چې حکومت او طالبانو دواړو لوریو یې پر سر یو له بل سره اختلافات درلودل.
افغان حکومت د درنو جرمونو د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه رابللې وه او جرګې هم د ټولو بندیانو د خوشې کولو پرېکړه تأیید کړه یوازې ٨٠ بندیان یې همغه ورځ ازاد شول او پاتې نور یې د حکومت او بهرنیو هېوادونو د ځینو ملاحظاتو له کبله وځنډېدل.
فرانسې او اسټرالیا د هغو شپږ طالب بندیانو د خلاصون مخالفت کاوه چې د یادو هېوادونو د اتباعو پر وژنې تورن دي، خو اوس ویل کیږي له یادو هېوادونو سره یې خبرې کړي او دا شپږ بندیان به په قطر کې د مذاکراتو په موده کې له امریکا سره نظر بند وي او فرانسې او اسټرالیا سره تر هوکړې وروسته به افغانستان ته راوړل شي او له دې ځایه به ور ازاد شي.
په ورته مهال افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته چمتو دی او د دې لپاره یې د قطر په پلازمېنه دوحه تابیاوي هم نیولي.
ټاکل شوې وه د حکومت مرکچي پلاوی پرون قطر ته تللی وی، خو د ځینو لاملونو له کبله د مرکچي پلاوي سفر نن ورځې ته پاتې شو.
عام افغانان هم وایي، د دوی د اختلافاتو له کبله د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیل ته ډېر په تمه پاتې شول، او له د دواړو لوریو غواړي چې ژر تر ژره مذاکرات وکړي او په اوربند او سولې سره سلا وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.