The news is by your side.

هغه هټۍ به وتړل شي چې په لوړه بیه توکي‌ پلوري

خبریال ویب پاڼه / تر دیرش کلنو کمپاینونو عامه پوهاوي او نقدي جریمو وروسته حکومت وتوانیده چې په جلال اباد ښار کې د پاکستانیو کالدارو مخه ونیسي او خلکو راکړه ورکړه په افغانیو پيل کړې .

سره له دي چې د ننګرهار ولایت اوسیدونکي د حکومت د دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي  خو زیاتوي د ښار د نرخونو د نه کنټرل له امله ډیری هټیوال توکي په هغه بیه پلوري چې پخوايي په کالدارو پلورل کیده .

دوی وايي د توکو نرخونه د پخوا په پرتله څو برابره لوړ شوي چې دغه کړنې خلک يي اندښمن کړي.

له بلې خوا د ننګرهار ولایتي شورا وايي هڅي يي پيل کړي تر څو هغه هټۍ وتړي چې نرخونه يي پورته او کالدارو راکړه ورکړه کوي .

دیرش کاله په ننګرهار ولایت کې خلکو راکړه ورکړه په پاکستانیو کالدارو کوله

خو په دغه موده کې حکومتونو وخت ناوخت د افغانیو د ترویج په برخه کې عامه پوهاوي او کمپاینونه کول او په زیاته اندازه هټۍ يي تړلي وي.

د ننګرهار ولایت په تازه اقدام کې په جلال اباد ښار او یوشمیر ولسوالیو کې راکړه ورکړه په افغانیو پيل شوي خو اوس د ننګرهار ولایت اوسیدونکي شکایت کوي چې په افغانیو راکړه ورکړه ګرانه ده او توکي په څو برابره لوړه بیه اخلي

دوی وایي حکومت دي د توکو پلور لپاره نرخ نامي جوړي کړي تر څو د خلکو اقتصادي ستونزي په نظر کي ونیول شوي .

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال هم دغه ستونزه مني او وايي ډیری توکي چې پخوا په کالدارو په کومه بیه پلورل کیدل اوس يي په افغانیو همغه بیه ده چې دوه برابره يي نرخ لوړ شوي

دوی د حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ښار نرخونو کنترول کړي او د بازار نرخ نامي په خپل لاس کې ونیسي

خو د ننګرهار ولایتي چارواکي  یاده ستونزه مني او وايي د نرخونو د کنترل لپاره يي بیلابیلي کمیټي جوړي کړي او ډیر ژر به د یوشمیر هغه نرخونو لپاره نرخ نامي جوړي کړی

دوی وايي یوشمیر هټۍ يي هم تړلي چې نرخونه يي لوړ وو خو زیاتوي لا هم ډیرو هڅو ته اړتیا شته.

له تیرو دوه میاشتو راهیسي په جلال اباد ښار کې راکړه ورکړه په افغانیو پيل شوي خو د دغه ولایت خلک  شکایت کوی چې د افغانیو بیي لوړي دي

اوس مهال په جلال اباد ښار او یوشمیر ولسوالیو کې راکړه ورکړه په کامل ډول په افغانیو پيل شوي خو لاهم په یوشمیر سیمو کې په کالدارو او افغانیو راکړه ورکړه کیږي  .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.