د شهيد د اونۍ لمانځنه که د شهيدانو روح ته توهين
خبريال ويبپاڼه /د سنبلې د مياشتي اتلسمه چې هر کال د افغان حکومت له خوا د شهيدانو د اونۍ په مناسبت په شاندارو مراسمو لمانځل کيږي.
د سنلبې اتلسمه چې د مجاهدينو د او شمالې ټالوالي د مشر احمد شاه مسعود د مړيني له ورځی سره سمون خوري. ددغې ورځي په مناسبت د احمد شاه مسعود پلويان د پلازمينې کابل او په تيره بيا په شمالي ولايتونو کې په زيات شمير کې له داسي موټرانو ، موټرسايکلانو سره واټونو ته راوزي چې لمبر پليټ او سناد نه لري.
د احمد مسعود پلويانو د اکنتي ځواکونو ينيفورم په تن وړې او درنې سلاوو له ځانونه سره ليږدوي، لاري کوڅي بندوي، هر ځای هوايې ډزي کوي داسي ډزي ته به وايې په کابل ښه درنه جکړه روانه وي، له هري خوا کابل ميشتي وګړي له سخت ځور او ګړاو سره مخ وي.
هر څوک ددئ پر ځای چې چې د مجاهيدنو د پخواني مشر احمد شاه مسعود روح ته دعا وکړي بلکي له ددې ورځي د سختۍ او کړواو له امله ورته ښيراوي کوي او له دې په تنګ دي چې دا ورځ بايد لغوه او د کابل ميشتو په ګډون زيات خلک له غذابه خلاص شي.
بايد وويل چې ددې ورځي په مناسبت څو.ځله د احمدشاه مسعود د پلويانو او عامو خلکو ترمنځ خونړۍ جکړي هم شوي ، هر کال د احمدشاه مسعود د پلويانو له خوا د هغه د تلين د لمانځنې په خوشاله کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبه هم اوړي.
د يادولو وړ ده چې تير کال هم د افغان ځواکونو او مسعود د پلويانو تر منځ سخت اخ ډب رامنځته شو چې بيا وروسته په لوی سياسي جنجال بدل شو.
تير کال د کورنيو چارو ارشد سلاکار خوشال سعادات د هغو کسانو مخه ونيوله چې په کابل ښار کې په دغه ورځ راوتلي او هوايې ډزي يې کولي، په لارو کوڅو کې يې خلک وهل او ډبول که څه هم خوشال سعادات ددغو کسانو مخه ونيوله خو دغه پيښه دومره لويه شوه چې ان افغان حکومت اړ شو چې خوشال سعادات له دندي ګوښه او په کور يې کينوي.
د شهيد د اونۍ لګښت
بايد وويل چې هر کال افغان حکومت د شهيد د اونۍ په پلمه د احمد شاه مسعود د تلين لپاره په ميلينونو افغانۍ مصرف او لګوي.
خو داځل افغان حکومت د شهيد د اونۍ د لمانځنې په پار يو.کميسون هم جوړ کړي چې تيره ورځ دغه کميسون يوه اعلاميه هم خپره کړي چې په دغه اعلامیه کې په شماروار ډول ويل شوي.
۱: هيڅوک حق نه لري چې د خلکو عامه نظم ګډوډ کړي.
۲: له امنتي ځواکونه پرته هيڅوک حق نه لري چې له نظامي ينيفورم څخه استفاده وکړي او همدارنګه هوايې ډزي وکړي.
۳: هيڅوک حق نه لري چې د تورو ښيښو ، بې اسنادو موټر په ښار کې وګرځوي.
۴: هيڅوک حق نه لري چې د کاروانونه په بڼه واټونوته را ووځي همدا زار بايد ټول د امنتي ځواکونو لار ښونو ته جدي پام وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.