The news is by your side.

امارت ته د ښکنځلو انتهایي وحشتناکه سزا

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو د صحرایي محکمو په دوام کې یو ځوان امارت او طالبانو ته د ښکنځلو له کبله په انتهایي وحشتناکه توګه شکنجه کړی دی.

خبریال وېب پاڼې ته په لاس ورغلې ویډیو کې ښکاري، چې ځوان هلک څلورو طالبانو په خاورو او تیږو کې څملولی او پر کېبل یې وهي، ښکنځي یې او ګواښي یې چې بیا امارت او طالبانو ته ښکنځلې ونه کړي.

طالبانو یاد ځوان چې امارت او طالبانو ته پر ښکنځلو تورن دی، په لغتو په سر سر وهي له پښو یې تړي او پر کېبل پرې سخت ګوزارونه کوي. د یاد کس جامې هم په وینو رنګ ښکاري.

طالبان له تورن کس غواړي چې توبه ورته وباسي، پر خاوره ورته پوزه کش کړي او د غلطو الفاظو په ویلو ترې ژمنه اخلي چې بیا د امارت پسې بد ونه وایي.

ځوان په ژړا کې طالبانو ته زارۍ کوي، او خدای، رسول او شهیدان مخ ته ور ږدي، چې د خدای له خاطره او رویه مې نور مه وهﺉ، خو طالبان پر هلک ګوزارونو او وهلو ته نور هم زور ورکوي.

طالبانو یاد کس په وهلو وهلو توبې ته اړ کړ او د ژړا او وېرې په حالت کې یې ژمنه ورسره وکړه چې بیا به طالب او امارت پسې بد نه وایي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په صحراوو کې خلک محکمه کوي او په بد رقم یې شکنجه کوي، خو د سولې مذاکراتو په درشل کې دا د طالب جنګیالیو خورا ډېر وحشتناک، له انسانیت وتلی او د بشر حقونو خلاف عمل دی.

لیکوال او شننونکی ډاکټر اکبر اکبر د طالبانو د دې وحشت په تړاو خبریال وېب پاڼې ته وایي، دا کار که طالبان کوي نو په قطر کې ېې مشران وپوښتئ چې دا وحشت ولې کيږي او تر کومه به کيږي او د د داسې وحشتونو سزا څه ده؟ څوک به یې ورکوي او کله به یې ورکوي؟؟

په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې د طالبانو بریدونه، نښتې، تاوتریخوالی، ورانکاري او د عامو خلکو ځورونه له حده زیاته شوې ده.

افغانان قطر کې له طالب مشرانو غواړي چې اوربند دې وکړي او خپل جنګیالي دې د جګړو، بریدونو، تاوتریخوالي، ورانکاریو او د خلکو له ځورونو را وګرځوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.