The news is by your side.

د کووېډ١٩ روغتونونو د مدیریت چارې به غیر دولتي بنسټونه پر مخ وړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د کووېډ١٩ ناروغیو روغتونونو مسؤولیت غیر دولتي بنسټونو ته وسپاره.

روغتیا وزارت وایي، په تېر کې د غیر دولتي بنسټونو تر مدیریت لاندې د کووېډ١٩ ناروغۍ روغتونونو چارې بریالۍ وې او له دې کبله به د یادو روغتونونه مسؤولیتونه نور غیر دولتي ادارې مخ ته وړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نن خبریالانو ته ویلي چې پرېکړه یې دحکومت، نړیوال بانک او مرستندویه بسنټونو په همغږۍ کړې ده.

د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وایي، د روغتونونو لګښت به دحکومت له بودجې او نړیوالو مرستو له لوري پرې کیږي، مدیریت به یې د غیر دولتي بنسټونو له لوري ترسره کیږي او روغتیا وزارت به یې پر چارو څار ولري.

د عامې روغتیا وزارت دا راز ویلي په هېواد کې د هوا په سړېدو یو ځل د کووېډ١٩ ناروغۍ د چټکې خپرېدنې ګواښ شته.

یاد وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د کرونا وبا د دویمې څپې پر وړاندې د مبارزې بشپړ توان لري.

په ورته مهال سویلې کوریا د روغتیایي توکو بنډل چې د کووېډ١٩ ناروغۍ د تشخیص کېټونه هم په کې شامل دي د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته وسپارل، د دې بنډل بیه ٨٠٠ زره ډالر ښودل شوې ده.

افغانستان کې د کرونا وبا له خپرېدو سره د هېوادونو او نړیوالې ټولنې مرستې د سېلابونو په شان راغلې خو د نا سم مدیریت له کبله مرسته شوې پیسې ورکې او غلا شوې. او نه پرې د کووېډ١٩ ناروغۍ پر وړاندې سمه مبارزه وشوه.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د کرونا وبا یا کوېېډ١٩ ناروغۍ د دویمې څپې د راتګ وړاندوینه کړې ده.

اوس مهال کووېډ١٩ ناروغي د ټولې نړۍ لپاره یو ننګونه ده، زیات شمېر هېوادونو یې د تداوۍ او واکسین جوړولو هڅې روانې کړي دي، د امریکا، برېټانیا، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو واکسین جوړ کړي دي خو تر دې دمه یې له نورو هېوادونو سره نه دي شریک کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د کووېډ١٩ ناروغۍ ضد واکسین به په ټوله امریکا کې په نږدې راتلونکې کې ووېشي، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین بیا ویلي وو، د روسیې واکسین بریالي دي او ټولو هېوادونو ته به یې پرته له پیسو وړیا ووېشي.

امریکا بیا په نړۍ کې د کرونا وبا یا کووېډ١٩ ناروغۍ د ډېر ځپوونکوهېوادونو له ډلې ده، او لا هم په کې د ناروغۍ او د ناروغانو د مړینې لوړ شمېر ثبتیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.