The news is by your side.

ټرمپ او مېرمن یې پر کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې پر کوېېډ ١٩ ناروغۍ اخته شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېره شپه د نوموړي او مېرمن میلانیا ټرمپ د کووېډ١٩ ناروغۍ ټېسټ یې مثبت راوتلی او د درملنې په موخه به ډېر ژر قرنطین شي.

دا په داسې مهال ده چې ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د کرونا وبا یا کووېډ١٩ ناروغۍ د خپرېدو په اوایلو کې امریکا نه قرنطین کوله او ماسک اچول یې هم نه وو جبري کړي، ډونالډ ټرمپ خپله هم ماسک نه تړلو او نورو ته یې هم د ماسک تړلو توصیه نه کوله او ویل یې چې په منظم ډول خپله معاینه کوي او د کرونا ویروس نه بچ دی. خو بیا یې هم ویل چې د ماسک د تړلو مخالف نه دی او باید مناسب ځای کې ترې کار واخیستل شي.

ټرمپ ویل فکر نه کوم چې ماسک واچوم، او د وزیرانو، ولسمشرانو او ملکو تر منځ دې د ماسک سره را ښکاره شم.

ډونالډ ټرمپ د ماسک اچولو په تړاو پر خپل ټاکنیز سیال جوبایډن هم ملنډې وهلې وې چې ماسک یې تړلو، خو اوس خپله هم پر کرونا ویروس ککړ شو.

اوس مهال په امریکا کې د کووېډ١٩ ناروغۍ مثبتې پېښې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله خورا ډېرې لوړې دي او د مړینو شمېر یې هم ورځ تر بلې زیاتیږي.

امریکا کې له اووه میلیونو ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته دي او زرګونو تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، د ټرمپ پر حکومت نیوکې دي چې ویې نه شول کولی پر خپل وخت له دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

تېره ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن ترمنځ مناظره هم وشوه چې یوه برخه کې د کرونا ویروس په اړه بحث وو.

جوبایډن د کرونا ویروس د مدیریت په برخه کې پر ټرمپ او ادارې یې نیوکه وکړه او د دوی مدیریت یې پر کم کارۍ تورن کړ چې دوه لکه امریکایان مړه شول، خو ټرمپ وویل که دا د جوبایډن اداره وی اوس به دوه میلیون امریکایان مړه شوي وو.

زیات شمېر امریکایي وګړي هم له ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې خوښ نه برېښي چې د کووېډ١٩ ناروغۍ بحران یې مدیریت نه شو کړی او امریکا یې له نورو اقتصادي او روغتیایي بحرانونو سره هم مخ کړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance