The news is by your side.

د نجيب ترکي روغتيايې حالت د انديښنې وړ دی

خبريال ويبپاڼه /د افغانستان د کرکيټ وتلي ستوري نحيب ترکي له هغه وروسته چې د تيرې جمعۍ په ورځ په يوه ترافيکي پيښه کې ټکر وکړ ‍، د ټکر له امله سخت ټپي شو .

هغه مهال د کرکيټ بورډ چاروکو خبريال ويبپاڼي ته ويلي وو چې نجيب ترکی يې د پلازميني په يوه روغتون کې بستر کړی دی چې ډاکټران يې په عملياتو لګيا دي. د کرکيټ بورډ د وياند فريد هوتک په خبره چې تر ډيره دا علميات بريالي تر سره شوي دي.

خو تازه له کرکيټ بورډ څخه په يوه تازه خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نجيب ترکي نازک روغتيايې حالت ته په کتو کرکيټ بورډ غواړي نجيب ترکی د ننګرهار ولايت روغتون ICU هغې څانګي ته وليږدوي چې هلته هغه ناروغان پکي ساتل کيږي چې له بيړني حالت سره مخ وي.

د کرکيټ بورډ په اعلاميه کې راغلي چې کرکيټ بورډ د ډاکټرانو په غوښتنه نجيب ترکی ځکه ننګرهار ته ليږدوي ځکه د نجيب ترکي روغتيايې حالت د اندپښني وړ او بل ځای ته د وړلو جوګه نه دی.

خبرپاڼه زياتوي چې چې تر هغو به نجيپ ترکی په د ننګرهار روغتون په ICU واټ کې وي تر څو چې روغتيايې حالت يې يو څه او له افغانستان څخه بهر ته د ليږدولو وړ شي.
کرکيټ بورډ دا هم ويلي چې د نجيب ترکي د پالتي لپاره يې تر ټولو غوره ډاکټران ګمارلي چې تر څو د هغه ښه درملنه وشي.

د کرکيټ بورډ په اعلاميه کې راغلي د کرکيټ بورډ مشرتابه د نجيب ترکي روغتيايې حالت له نيږدي څاري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.