The news is by your side.

کورنیو چارو وزارت: هدفي وژنو کې طالبان لاس لري

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په هدفي وژنو کې طالبان لاس لري.

یاد وزارت وایي، د هدفي وژنو یو سل کسیزه ډله د طالبانو په دستور د هېواد په یو شمېر ښااونو کې پر هدفي وژنو لاس په کار شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي، د دې ډلې یې ١٧ کسان نیول شوي او پر یادې موضوع یې اعتراف کړی.

خو طالبانو تر دې دمه د یادې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.

په ورته مهال په پلازمېنه کابل او یو شمېر ښارونو کې د هدفي وژنو د زیاتوالي سرا د یاد وزارت ویاند د طلوع نیوز رسنۍ سره په یوه خبري خپرونه کې هم یادوونه کړې، چې د هدفي وژنو ډله د طالبانو له لوري ګومارل شوې.

نوموړي طلوع نیوز خصوصي رسنۍ ته ویلي وو، چې د هدفي وژنو له ډلې ١٧ هغه کسان چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، په نظارت خونه کې دي او زموږ تر څار لاندې دي، یادو کسانو خپله اعتراف وکړو، چې سل کسیزه ترهګره ډله ده او د طالبانو له لوري د هدفي وژنو مسؤولیت ورکړل شوی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې تېرو دوو اوونیو کې څه باندې ١٠٠ د سړک غاړې او چسپکي ماین چاودنې شوي، چې ٧٠ تنه ملکي وګړي په کې شهیدان شوي او ١٤٠ ټپیان شوي دي.

په وروستیو کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې هدفي وژنې او هدفي چاودنې اوج ته رسېدلي، روانه میاشت د افغان پوځ څو مهم او زړور سرتېري هم د سړک غاړې په ماین چاودنو کې په شهادت ورسېدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance