The news is by your side.

ظريفې غفاري د اسيا په سطحه د غوره رهبرو ميرمنو جايزه وګټله

خبريال ويبپاڼه /د ميدان وردګ ښاروالې ظريفې غفاري د اسيا په سطحه د غوره رهبرو ميرمنو جايزه وګټله.
ظريفې غفاري دا خبر په خپله فسبوک پاڼه ليکلی.

او اغلي غفاري ليکي چې ((ټولو افغانانو ته ، په ځانګړي توګه د اسیا اتل میرمنو ته دې مبارک وي!

زه په آسیا کې د ښځینه رهبري جایزې ګټونکي یم او زه د دې جایزې ګټونکی ټول افغان ملت ګڼم او ټولې ویاړلې افغانې میرمنې چې تل یې د کړاوونو په وړاندې مبارزه کې زما ملاتړ کړی ، د غرونو په څیر زما څنګ ته ودرېدلي دي.
او اوس هم زما ملاتړ کوي.
موږ ژمن یو چې نړۍ ته د افغانستان ریښتینی انځور ورکړو او د یو ثبات لرونکي ، قوي او سوکاله افغانستان په لور حرکت ورکړو!))

بايد وويل چې طريفې غفازي له ګڼو ننګونو او ستونزو سره ،سره بيا هم د ميدان وردګ د ښارولې په توګه خپلي دندې ته دوام ورکړی دی.

هيره دي نه وي چې څو ورځي مخکي د کابل په درواز ارغندۍ چوک کې په ظريفه غفاري بريد وشو چې اغلي غفاري له بريد څخه روغه ووته.
نه پوازي بريدونه او امنتي ننګوني دي چې د ظريفې غفاري پر مخ کې غنډ دي بلکي ګڼي ټولنيزي ستونزي هم دي چې اغلي غفاري نشي کولای په خلاص مټ خپله دنده تر سره کړي.

هيره دي نه وي يوې بل افغان ميرمني نرګس ترکي د ۱۴ غوره او فعالو ميرمنو جايزه وګټله.
نرګس تره کي لومړۍ افغانه نجلۍ ده چې دا جایزه یې ګټلې ده. دا جایزه به د هند د ښځو او ماشومانو د چارو وزیر لخوا د سیپټمبر په ۲۳ مه نیټه په نوي ډیلي کې ور کول شوه.
نرګس ترکي د نړيوالي ټولني د هند هيواد لپاره د نړۍ د ۱۴ غوره او فعالو ميرمنو جايزي ګټلي ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance