The news is by your side.

څلور ورځې کیږي پاکستان افغان سوداګرو ته په تورخم د اوښتو جازه نه ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ څلور ورځې کیږي چې پاکستان پر تورخم د کرنیزو توکو موټرونو ته د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي.

افغان سوداګر وایي، د څلورو ورځو را هیسې یې په تورخم کې د سبزۍ او تازه مېوو بار موټرونه ولاړ دي، خو په تورخم د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي.

دوی وایي هره ورځ میلیونونه افغانۍ زیات ور اوړي او که د دوی د کرنیزو توکو موټرونه څو ورځې نور هم په تمه پاتې شي، نو سبزیجات او مېوه جات به یې له کاره ولویږي او هېڅ مارکېټ به ونه لري.

تورخم کې د بار موټرونو په تمه پاتې کېدو لامل د پاکستان په ګمرکي چارو کې سستوالی او ځنډ د دې لامل شوی چې د سوداګریزو توکو موټرونه په ورځو ورځو د اوښتو په تمه په تورخم کې پاتې شي.

هره ورځ په اوسط ډول ٣٥٠ سوداګریزې لارۍ د تورخم له لارې پاکستان ته هوړي، خو د ګمرکي چارو د سستوالي له کبله چې سکن او تله یې زیات وخت په بر کې نیسي څه باندې ٧٥٠٠ سوداګریزې لارۍ بندې پاتې کیږي، نو له همدې کبله سوداګریز مالونه مخکې له وخت خرابیږي او له پېر او پلور لوییږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وواندې د تورخم سوداګریزه لار د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه، پاکستان ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې را منځته کړي، سوداګرو ته به پرته له ځنډه په تورخم کې وېزې ورکوي او د اوښتو اجازه به هم پرته له کومې ستونزې ورکوي، خو پاکستان په خپلو ژمنو باندې نه دی ولاړ او بیا یې د افغانستان کرنیز توکي او سوداګر له مالي زیان سره مخ کړل.

پاکستان هره میاشت څو څلې همداسې کوي او په ځانګړې توګه کله چې د افغانستان د کرنیزو توکو حاصلات راووځي نو د افغان سوداګرو پر مخ سوداګریزې لارې او بندرونه تړي، چې په دې توګه سوداګرۍ، کرنیزو توکو او افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance