The news is by your side.

عام وګړي:طالبان چې تر څو سوله کوي جګړې به نيمايې ولس وژلی وي

خبريال ويبپاڼه /په افغانستان کې روان ناورين، ۴۳ کلنې جګړې، خراب اقتصادي حالت ، بې روزګارۍ او ګڼو نورو ستونزو افغانان سخت ګړولي او له ژوند څخه يې بيرازي کړي.
د افغانستان د خلکو تر ټولو لويه ستونزه او انساني ناورين روانه جګړه ده چې هره ورځ په سل ګونو افغانان پکې شهيدان ، معلول، معيوب او ژوبل کيږي.

بايد وويل شي چې عام ولس له جګړې سخت ستړی دی د جنګ له ټولو لوريو څخه يې په وار، وار غوښتي چې د خدای لپاره جګړه بس کړی.
موږ هم انسانان يو د ژوند کولو حق لرو ، ددې حق لرو چې چې ارامه ، سوکاله ژوند وکړو. ددې حق لرو چې علم ، پوهه او د ژوند نور هنرونه زده کړو.
حال دا چې تر اوسه هيچا په افغانانو رحم نه دی کړی بلکي خپل ټول جنګي پلانونه يې په همدې ځای کې پلي کړي دي، له افغانستان څخه د نړۍ جنګ جوړ شوی دی.

عارف ځاځي چې په کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی لولي خبريال ويبپاڼې ته داسي وايې (( زما دری ورڼه ددې بدبختې جګړې له لاسه شهيدان شول ، مور مې د ورړنو له غمه بيخي ليونۍ ده موږ ټولو ته يو ډول راوني تکليف راپيښ شوی دی.
ښاغلی عارف زياتوي چې دا يوازي موږ نه يو چې له د جګړې له لاسه مو ژوند له سخت ګړاو سره مخ دی بلکي په افغانستان کې به داسي کور نه وي چې له اوسني ناورين څخه نه وي زيانمن شوی نه وي.

عارف ځاځی له دواړو لوريو غواړي چې ددې غريب ولس په خاطر دې نور سره کينې ، سوله دې وکړې په خاص ډول دی، وايې چې له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې تاسو تر څو سوله کوئ جګړې به تر نميايې زيات افغانان شهيدان کړي وي.

د ښاغلي ځاځي په وينا حکومت او حکومتولي خو هم په خلکو کيږي نه په قبرونو دی زياتوي چې هديرو او تشو ګنډوالو خو حکومت نشي کيدای.

بايد وويل شي چې په وار ، وار خلک لارو کوڅو ته را ووتل ، لاريون مظاهرې يې وکړې افغان ولس له جګړې سخت ستړی دی.
له يوه افغان ماشوم څخه را نيولي بيا تر پوه سيپن زيږي او افغان پوري ټول له جګړې ستړي. بس چې له هر چا سره کيني همدا د جګړې او رروان ناورين خبري به کوي له دې څخه به سر ټکوي او د هر عام وګړي په خوله دا خبره تل اوريدل کيږي ((خدای مو دې نور له دې بدبختۍ خلاص کړي) )

امين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance