The news is by your side.

تازه: ۴ پاکستاني پوځيان هلاک او ګڼ سخت ټپيان شوي

خبريال ويبپاڼه /د کرښي هغې غاړي جنوبي وزيرستان کې د يوه بريد په ترڅ کې ۴ پاکستاني پوځيان هلاک شوي او ګڼ نور سخت ټپيان دي.
ياد بريد د کرښې هغې غاړي جنوبي وزيرستان د شوال تحصل په ماڼه مندره کې د پاکستاني پوځ په پوسته يا چيک پوسټ تر سره شوی دی.

که څه د پاکستان پوځ د هلاک شوو شمير ۴ ښيې خو ولې يوې امنتي سرچنې خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې د هلاک شوو شيمر تر دې څو څنده زيات دی.

د رسمي شمير له مخي چې رسنيو ته را رسيدلي دي پکي ويل شوي شکیل اکمل ، نیک محمد سعید ، لانس نائیک محمد ، غلام مرتضی هلاک شوي دي.

هيره دي نه چې يوه ورځ مخکي د جمعې په ورځ هم د پاکستاني پوځ پر يوې پوستې راکيټي بريدونه تر سره شول چې په ترڅ کې يې تر ۱۰ زيات پاکستاني پوځيان ووژل شول.

بايد وويل شي چې مخکنی راکټي برید د دلهاه تحصیل په مومي کوړم سیمه کې شوی ، چې ګڼ سرتیری پکې هلاک او ګڼ نور سخت ټپيان شوي دي.

بايد وويل شي چې تيره شنبه هم د پاکستاني پوځ له خوا په يوه خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو تر منځ سخته جګړه رامنځته شوي وه.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د پاکستاني پوځ يو سرتيری هلاک او څو تنه نور ټپيان شوي.

خو وړاندي اعلاميه زياتوي چې په ياده نښته کې يې پاکستاني طالبانو ته هم درانه تلفات اړولي دی.

بايد وويل شي چې د پاکستان پوځ له څو اونيو راهسي د پښتنو د ځپلو په موخه سخت علميات پيل کړي دي، په دې پلمه چې په شمالي وزيرستان او د کرښي هغې غاړي نورو پښتون ميښتو سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي.

د يوه راپور له مخي چې تيره اونۍ خپور شو پکې ويل شوي چې د کرښي هغي په قبايلي سيمو کې چې په دې ورستيو کې په خيبر پښتون پوري تړل شوي په جلا ، جلا نيښتو کې تر ۴۶ زيات پاکستاني پوځيان هلاک شوي او ګڼ شمير نور سخت ژوبل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance