The news is by your side.

ملي امنيت: د هلمند والي او د روانې جګړې قوماندان ونيول شو

خبريال ويبپاڼه /يوې امنيتي سرچيني خبريال ويبپاڼې ته همدا اوس د تليفون په کرښه وويل چې د هلمند د روانې جکړي رهبري کوونکی او د طالبان له خوا د هلمند لپاره نومول شوی والي ملا غغور ژوندی نيول شوی دی.

امنتي سرچينه زياتوي چې ملا غفور په داسي حال کې ونيول شوی چې امنتي ځواکونو د طالبان د بريد د په پشا تمبولو لپاره په طالبانو ځوابي بريدونه وکړل د سرچينې په وينا طالبانو ته يې درانه تلفات اړولي او جګړه لا هم د هلمند په مرکز لشګر ګاه ښار کې روانه ده.
د تازه معلوماتو له مخې د بهرنيو ځواکونو د سختو بمباريو له امله د ناوی ولسوالی د خیر آباد په ساحه کې ۲۳ طالبان ووژل سوه او سرخودس په کلی کې دری موتران اور اخیستی دی.

بايد وويل شي چې له څو ورځو راهسي په هلمند کېـسخته جګړه روانه ده .
دغه جګړه د هلمند تر ښار پورې را ورسيده نن مازيګر د هلمند ولایت د مرکز لښکر ګاه ښار څلورمې امنیتي حوزې له سختې جګړې وروسته سقوط وکړ، خو امنیتي پرسونل ترې وتلی.

په هلمند کې جګړه دومره سخته شوې، چې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ تر پولو رسېدلې او د هغې ځای پر پوستو بریدونه روان دي.

په ورته مهال د هلمند، په نهر سراج، مارجې او نادعلې ولسوالیو کې هم سختې جګړې روانې دي، چې د کندهار له دور راهي څخه د هلمند د لښکر ګاه لوري ته وزیرو ماندې سیمې پورې پوستې سقوط شوې او هلمند له څو ورځو را هیسې د زورورې جګړې سره مخ دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance