The news is by your side.

که طالبان د حکومت کولو نيت لري نو بيا ولي ټولګټي ځايونه تخريب او چور کوي

خبريال ويبپاڼه/ د افغانستان په روانه ۱۹ کلنه جګړه کې چې طالبانو هر ځای او پوسته نيولي په بپشپړ ډول يې تخريب وسايل يې چور او له ځان سره وړي دي.
نه يوازي دا چې طالبان د پوځ او امنتي ځايونه تخريب او چور کړي بلکي ډيری ځله  داسي  هم شوي چې ملي شتمنۍ يې چور او تلا کړي دې.

که تير ته وګورو طالبان چې په لومړي ځل يو ولايت کندوز ونيو په کندوز کې طالبانو  د غنميت په ډول سخت لوټمار شروع او د کندوز بازار ، دواکانونه، کورونو ډيری داسي ټولګټي ځايونه  ويجاړ شول چې په ميليونو ډالر ارزښت يې درلود او د ټول ولس ملي مال او شتمنۍ وې.
طالبانو سره له دي چې ټولګټي ځايونه وران ، ويجاړ او خراب کړل، بلکي ددې سربيره يې هغه حکومتي او دولتي ځايونه هم داسي خراب کړل چې بيخي لکه له سره چې نه وي جوړ شوي.

له هغه وروسته چې کله د غزني ولايت سقوط شو طالبانو د غزني ښار ډيريو برخو ته اور ورته کړ، بې شميره دوکانونه ، صرافيانې پکې د ارو خوراک شوې په ميليونونو زيان عام وګړو ته ورسيده .
دا نه يوازي کندوز او غزني دي بلکي د افغانستان هر ښار او ولسوالي چې د طالبانو لاسته لويدلې تخريب او چور کړې يې ده.

طالبانو ډير ځله سرکړنو او لويې لازې داسي تخريب کړي چې له بيا جوړيدو څخه وتلي دي.
د غزني پکتيکا لوريه لاره او پوخ سرخ طالبانو په بيلدوزر او ماينونه داسي وران کړ چې اوس له يوه مخه تګ راتګ پرې نشي کيدای.
همداسي د کندهار هلمند پوځ سرک ، اوزګان – هرات لويه لاره چې بيلګې يې په زرګونو ته رسيږي .

اوس پوښتنه دا ده چې که طالبان د راتلوونکي حکومت نيت لري نو ولي داسي ټولګټي ځايونه ورانوې چې د ولس مال بلل کيږي په يوه حکومت پوري هم تړاو نه لري.
که طالبان بيا واکمن شي بيا به دوی بيرته مجبوره وي چې لاره جوړه کړي ، پل جوړ کړي ، بريښنا جوړه او داسي نور ټولګټی کارونه.

که د طالبانو دې وراني او تخريب ته سړی وګوري هيڅوک به دا فکر ونه کړي چې طالبان دي د راتلونکي حکومت لپاره کوم پلان ولري. دا نيت دې ولري چې په راتلونکي حکومت کې دې کار وکړي.

د حقوقوو او سياسي علومو استاد وصيم شنواری وايې چې طالبان يوه جنګي او روزل شوي ډله ده ځکه هغه ددې لپاره جوړ شوي چې يوازي د نورو جنګي پلانونه تر سره کړي.
ښاغلی شنواری وايې که د طالبانو جوړښت ته وګورو دوی په خپل منځ کې ډير پراخ مشکلات لري خو پاکستاني نه پريږدې چې دا ډله سره وپاشل شي. تر څو چې يې خپلي ګټي نه وي پوره شوي.
ځکه دی وايې د طالبانو هر پلان د پنجاب له حکومت څخه سرچينه اخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.