The news is by your side.

سر له سبا، جلال اباد کې د پاکستان د ویزو د ورکړي لړۍ پيليږي

خبريال ويبپاڼه /ټاکل شوي سر له سبا یعني د چهارشنبي له سهار را وروسته جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د ويزو د ورکړې لړۍ پيلوي.
هيره دي نه وي چې تر ددې د مخه هم له نن غرمې راهسي د ټوکنو د ویش لړۍ پیل شوي. ټاکل شوي هره ورځ به له سهار اتو تر مازیګر څلورو د ټوکنو ویشل کېږي.
د ټوکنو د ویش چاره د جلال اباد ښار فوټبال میدان کې کېږي.

بايد وويل شي چې د روغي جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان ته له تګ وروسته د ويزو او نورو سوداګريزو توکو په وړلو را وړلو کې اسانتيا راغلي ده.

د ياد ولو وړ ده چې څو ورځي مخکي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ټويټر پاڼه په پښتو او دري ژبه ليکلي وو چې په نيږدي څو ورځو کې به د پاکستان حکومت د تورخم لاري په ګډون هغه ټولي لاري خلاصي کړي چې افغانان د کرښي هغي غاړي سيمو ته په اسانۍ سره را تللای شي.

هغه وویلي وو ، ” چې موږ به د کرونا د ناروغۍ دمخه ډیر ژر عادي حالت ته راستانه شو ،” هغه زیاته کړه چې “چارواکو ته یې د تورخم په ګډون په خیبر پښتونخوا کې د نورو سرحدونو د بیا پرانیستو په اړه خبرداری ورکړی دی.”

هيره دي نه وي چې تر دې مخکي د انګور اډي لاره او او د باديني لار هم د سوداګرو پرمخ پرانستل شوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance