دوحه: د سولې د خبرو په اړه نوی پرمختګ
خبريال ويبپاڼه /د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو تر منځ د سولي په خبرو کې پرمختګ شوي دي ، په قطر پلازمينه دوحه کې د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ عمومي غونډه جوړه او تر سره شوه.
د دواړو پلاوو ویندویانو وویل چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو په لړ کې د دواړو خواو تر منځ یوه عمومي غونډه جوړه شوې وه چې پکې د دواړو پلاوو مشرانو معصوم ستانکزي او مولوي عبدالحکیم هم برخه اخیستې وه.
د دواړو غاړو د پلاوو مشرانو له خوا د تماس ډلو ته ویل شوي چې ژر تر ژره هغه لانجمن مسايل حل کړي ، تر څو د سولي د خبرو ورستي پړواونه پيل شي.
د تيري ورځي په پیل کې هم ، د افغانستان حکومت او د طالبانو د تماس ډلو لیدنې سره وکړې.
پوره يوه مياشت کيږي چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر په دوحه کې په دې نه دي سره جوړ شوي چې د خبرو لومړی پړاو پيل کړي.
د افغانستان د حکومت او طالبانو د مذاکراتو ډلو ترمینځ یوه میاشت دمخه د افغانستان ۱۹ کلنې جګړه د پای ته رسیدو په موخه د سولې خبرې پیل شوې ، خو دا خبرې اترې بيخي ورو او خنډ سره مخ دي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې د سپټمبر په ۱۲ مه د قطري په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبري پیل شوې او دا دی پوره يوه میاشت ووته خو لا هم دواړه لوريد خبرو په طرزالعمل نه دي سره جوړ شوي.
که څه هم له يوې خوا د سولي خبرو ورو له خنډ او ځنډ سره مخ دي خو له بله پلوه بيا په افغانستان کې جګړې سخت زور نيولی دی.
هره ورځ د افغانستان په څه باندي ۲۹ ولايتو کې جګړه روانه ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.