The news is by your side.

غني د ۳ پلوټانو په ګډون د ۸ سربازانو جنازې ته اوږه ورکړه

خبريال ويبپاڼه/ نن سهار ولسمشر غني د هوايې پوځ د جنازې په مراسمو کې چې د پیلوټانو او هوایی ځواک د منسوبینو لپاره تر سره شول ګډون وکړ. او د سربازانو جنازه يې په خپلو اوږو يوړه.

بايد وويل شي ياد پوځيان او پلوټان د هلمند په ولایت کې د دوه څرخي چورلکو د ټکر له امله شهيدان شول.

په دغو مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني ، د ولسمشر لومړی مرستیال ، امرالله صالح ، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ، د افغان پوځ لوی درستيز محمد یاسین ضیا او د ملي دفاع سرپرست وزير او لومړي مشاوير محمود میاخېل ګډون درلود.

بايد وويل شي چې پرون شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملي پوځ ۲ څرخي چورکي سره ټکر شوي ، او پکې ناسته عمله له پليوټانو سره ټول شهيدان شوي دي.
د سرچېنې په وينا د هوایی ځواک دوه هلیکوپټرې په خپل کې سره ټکر او دواړه له منځه تللي او تخريب شوي دي.
ياده پښه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې رامځتنه شوي ده.
د هلمند د ناوې ولسوالۍ ولسوال تورجان هلمندوال خبريال ويبپاڼې ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه په ياده ولسوالۍ برید وکړ ، چې له هغه وروسته امنتي چاوارکي اړ شول له د هوایی ځواک څخه مرسته وغواړي. خو د هوايې ځواک د راتلو په ترڅ کې د ملي پوځ دوه چورلکي سره ټکر او ، په پایله کې یې دواړه چورلکې سقوط او تخريب شوې.

د ناوې د ولسوال هلمندوال په وينا د ملي پوځ د د دواړو هليکوبټرو ټوله عمله او پیلوټان ​​شهيدان شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance