The news is by your side.

“حکومت او طالبان دې د کورونا پر وړاندې مبارزه وکړي”

خبریال  ډاټ کام/د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان مشرانو او طالبانو غږ کړی د کورونا پر وړاندې دې ګډه مبارزه وکړي تر څو ولس له دغه وبا ناروغۍ څخه وژغوري.

ښاغلي خلیلزاد همدا نن جمعه د نوي کال په لومړۍ ورځ د نوروزۍ په پار به خپل خپاره کړي ټویټ کې ویلي چې د نوروز مبارکۍ په مناسبت تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې خپل هېواد ته ورکولی شي، هغه په یو ټول شموله حکومت هوکړې ته رسېدل دي. دی زیاتوي چې افغان مشران بیا را منځته شوې سیاسي خلا ډکه کړي.

نوموړی په خپل ټویټ کې وړاندې کاږي چې د سولې له تاریخي فرصت څخه په ګڼې اخیستنې سره باید اړین او لازم ګامونه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم ښاغلي خلیلزاد پر افغان حکومت غږ کړی ؤ چې د سولې د هوکړه لیک یوه مهمه برخه د بندیانو تبادله وه او په خبره یې اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغان حکومت دا چاره عملي او طالب بندیان خوشي کړي.

له دې سره حکومت هم غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې افغان حکومت په خپل پخواني دریځ ولاړ دی او باید طالب وسلوال په خپلو جګړه ییزو مانورو او تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي، تر هغې وروسته به حکومت په یو منظم پلان سره په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ طالب بندیان د عمر، جرم لېول او ځینې نورو ملحوظاتو له مخې خوشي کړي.

په ورته وخت کې ډېری سیاسیون او د نظر خاوندان نیوکه کوي چې حکومت باید د طالب بندیانو په خوشي کولو کې بشپړ احتیاط وکړي ځکه په خبره یې په دوی کې یوه لوړه فیصدي په خورا لویو ترهګریزو او سترو جنایتونو کې لاس لري چې دا له عام ولس او هېواد سره ستره جفا ده.

دا په داسې حال کې ده چې له امریکا سره د سولې مذاکراتو په لړ کې د امریکا په غوښته د طالب وسلوالو مهم غړی انس حقاني چې د اعدام حکم هم پرې صادر شوی ؤ، افغان حکومت خوشی کړ او د سولې په خبرو کې برخوال شو.

ښاغلي خلیزاد خپل تازه ټویټ ته دری برخې ورکړې دي چې یوه یې په ټول شموله حکومت د افغان مشرانو هوکړه، دویمه یې د سولې لپاره له لاسته راغلي فرصت څخه ګټه اخیستنه او وروستۍ برخه یې د کویډا ۱۹ پر وړاندې د حکومت او طالب وسلوالو پر ګډه مبارزه کولو را څرخي.

د ولسمشر غني او پخواني اجرایه رییس تر منځ د واک پر سر جوړه شوې خلا لا هم نه ده ډکه شوې او ستونزې د افغانانو اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.