ځانګړو ځواکونو د جمهوریت روغتون ډاکټر بارکزي تښتوونکي ونیول
خبریال وېب پاڼه/ د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جمهوریت روغتون ډاکټر محب الله بارکزي تښتوونکي ونیول او ډاکټر بارکزی یې د هغوی له منګولو وژغورلو.
د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې ځانګړو ځواکونو د میثاق پروګرام د دوام په چوکاټ کې په هدفي عملیاتو کې د جمهوریت روغتون ډاکټر محب الله بارکزی د کابل ښار د ١٧مې ناحیې په مربوطاتو کې له انسان تښتوونکو وژغورلو او هغوی یې ونیول.
په خبر پاڼه کې راغلي چې د بلال، اسدالله او شېر شاه په نوم انسان تښتوونکو ډاکټر محب الله بارکزی نیولی وو، د انسان تښتونکو دې شبکې له لومړیو د ډاکټر بارکزی د تګ را تګ وخت معلوم کړی وو او له لسو ورځو وروسته یې نوموړی د تایمني په سیمه کې په نښه کړ او ویې تښتولو.
انسان تښتونکو ډاکټر محب الله بارکزی لومړی پغمان او بیا د پغمان طاق ظفر ته انتقال کړی وو، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دا قضیه تر پلټنې لاندې کړې وه او د هدفي عملیاتو په ترڅ کې یې د جمهوریت روغتون ډاکټر محب الله بارکزی د هغوی له منګولو وژغوره. او د انسان تښتونکو سره سره یې د ننګیالي، فیض الله او عبدالهادي په نومونو کسان هم نیولي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې غلاوې، هدفي وژنې او انسان تښتوونې تر بل هر وخت اوج ته رسېدلي دي، چې د کابل ښاریانو نیوکې یې د امنیتي ارګانونو پر کارونو زیاتې کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.