اسلام اباد ته د ګلبدین سفر؛ پر کونړ د پاکستان برید
خبریال وېب پاڼه/ تېره شپه د کونړ ولایت پر مرورې ولسوالۍ د پاکستان پوځ یو ځل بیا راکټي بریدونه کړي.
د کونړ ولایتي چارواکي وایي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ په مرورې ولسوالۍ ١٦ فیره راکټ مرمۍ ویشتلي.
له دغې راکټي مرمیو یوه د ترخو اوبو په سیمه کې په یوه کور کې لګېدلې، چې یوه ماشومه نجلۍ په کې شهیده شوې او د مور په ګډون یې څلور تنه ټپیان شوي دي.
دا لږمړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان په خاورې تېری کوي او په ولسونو یې راکېټونه توغوي، تر دې درې میاشتې وړاندې هم پاکستان د کونړ پر ډیورنډ فرضي کرښې پرتو ولسوالیو او مرکز اسعد اباد راکټي بریدونه وکړل. چې ٨ تنه ملکي وګړي په کې شهیدان شول.
د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد اوسېدونکي وایي د پاکستان له خاورې هره ورځ په مرکز اسعد اباد راکټونه راځي، چې وخت نا وخت ولسي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
د پاکستان پوځ ډیورنډ فرضي کرښې سره د کونړ پر پرتو ولسوالیو اغزن تار هم تېر کړی او هره ورځ پاکستانی پوځ د کونړ پر خاورې راکټي بریدونه کوي، خو د کونړ د اوسېدونکو پر وینا چې سیمه اییز او مرکزي حکومت ورته غلی دی خو قربانۍ په کې ولس ورکوي.
په ورته مهال د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم نن د پاکستان د حکومت په بلنه، اسلام اباد ته په سفر تللی. او هلته به د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، د پاکستان ولسمشر او پوځي لوړ پوړو چارواکو سره وویني.
ګلبدین حکمتیار چې د افغانستان په څلوېښت کلنه جګړه کې د پاکستان له لوري حمایه شوی او پاکستان ته وفا داره پاتې شوی، یو ځل بیا اسلام اباد ته د نوموړي سفر د افغانانو په منځ کې ګونګوسي را پیدا کړي او پاکستان ته د حکمتیار سفر د افغانستان لپاره ښه پایله نه ګڼي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.