The news is by your side.

اوکراین د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ژمنه تکرار کړه

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د اوکراین هېواد له ټاکل شوي سفیر سره تعارفي لیدنه وکړه.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې اسدالله خالد نن له غرمې وړاندې د اوکراین له نا استوګن سفیر سرواتوک سره په خپل دفتر کې ولیدل او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له بر لاسیو لاسته راوړنو او هڅو یې ستاینه وکړه.

په ورته مهال برېټانیا هم د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د ٧٠ میلیون پونډ مرستې اعلان کړی.

د برېټانیا سفارت وایي، دوی د راتلونکي کال لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه یاده ژمنه د بروکسل په غونډه کې کړې.

د برېټانیا سفارت غواړي له نغدي مرستو سره سره له افغان امنیتي ځواکونو سره تخنیکي او تخصصي مرستو ته هم دوام ور کړي او وایي موخه یې له دې مرستو د سولې اوثبات پر مسیر د افغانستان سوکه کول دي.

په ورته مهال کابل کې د برېټانیا سفارت په هلمند، غور او یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو جګړې او بریدونه غندلي او د اوربند تمه ترې کوي.

د برېټانیا په ګډون زیات شمېر بهرنیو هېوادونو له طالبانو د جګړې او تاوتریخوالي د کموالي او اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان پرې غوږ هم نه ګروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance