د پاکستاني ویزو وېش کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوله اوښتې
خبریال ویبپاڼه/ له جلال اباد ښاره راپورونه وایي چې د پاکستان د ویزو د وېش د زیاتي ګڼې ګوني پرمهال ۱۱ کسان وژل سوي او ۱۲ نور ژوبل دي
راپورونه وايي چې دا ویزې د جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې وېشل کیدلې چې زیاته ګڼه ګوڼه د دې لامل سوه چې په بدن ضعیف کسان تر پښو لاندې سي
امنیتي سرچین هم تائیدوي چې پیښه د زیاتي ګڼې ګوڼي له امله رامنځ ته سوې ده، او په مړو او ژوبلو کې تر ډیره میرمنې شاملي دي
دا پښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې څه موده وړاندې ننګرهار کې د پاکستان د ویزو د ورکړې لړۍ به رسمي ډول پیل سوه
د تیري چهار شنبې په ورځ جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د ويزو د ورکړې کړله او د زیاتي ګڼې ګوڼۍ له امله دا ویزې په فوټبال لوبغالې کې ورکول کیدې
د ياد ولو وړ ده چې څو ورځي مخکي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ټويټر پاڼه په پښتو او دري ژبه ليکلي وو چې په نيږدي څو ورځو کې به د پاکستان حکومت د تورخم لاري په ګډون هغه ټولي لاري خلاصي کړي چې افغانان د کرښي هغي غاړي سيمو ته په اسانۍ سره را تللای سي.
هغه وویلي وو ، ” چې موږ به د کرونا د ناروغۍ د مخه ډیر ژر عادي حالت ته راستانه سو ،” هغه زیاته کړه چې “چارواکو ته یې د تورخم په ګډون په خیبر پښتونخوا کې د نورو سرحدونو د بیا پرانیستو په اړه خبرداری ورکړی دی
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.