The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: د طالبانو لخوا غیر قانوني نیول دوام لري

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په فاریاب ولایت کې د لیکوال، شاعر او د ښوونکو د روزنې د مسوول محمد کاظم امیني د نیولو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د غیر عادلانه او غیر قانوني نیولو لړۍ دوام لري. د…

د ټي ټي پي يوه جنګيالي پاکستاني پوځيان ووژل

خبریال وېبپاڼه: په پاکستان کې د ازادۍ لپاره جنګېدونکې ډلې تحریک طالبان پاکستان څلور پاکستاني افسران وژلي. د اي بي سي نیوز د خبر له مخې، تېره ورځ د پاکستان پوځ او ملېشو د کوېټې ښار سویلي سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان ډ‌‌لې د یو مهم جنګیالي…

سمنګان کې د طالبانو ترمنځ خپل منځي نښته شوې

خبریال وېبپاڼه: ځايي سرچينې وايي، چې په سمنګان کې د طالبانو د ډلې د خپلمنځي جګړې په پايله کې د دې ډلې د کنډک د قوماندان مولوي جلال حنفي وراره وژل شوى دى. دغه پېښه نن د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار په څنډه کې رامنځته شوې ده. سرچينې…

په کاپیسا کې د قران کریم د ختم د مراسمو پر سر نښته کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېبپاڼه: د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د تراویح د لمانځه پر مهال د قرآن کریم د ختم پر سر د نښتې په پایله کې ۲ تنه وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي. دغه پيښه د يکشنبې په شپه د نجراب ولسوالۍ د افغانيه درې په…

ګلالۍ مموزۍ څوک ده او څنګه یې د بن ښار د ولایتي شورا د غړیتوب څوکۍ وګټله

خبریال وېبپاڼه: د جرمني د بن ښار ولایتي شورا ټاکنو ته په لومړي ځل یوې افغانې مېرمنې« ګلالۍ مموزۍ» لار موندلې ده. مموزۍ لومړۍ بهرنۍ تبعه وګړې شوه چې یاد ښار ولایتي شورا ته بریالۍ کېږي. په خټه دا افغانه مېرمن په نهه کلنۍ کې له خپلې کورنۍ…

طالبانو په هرات کې د انټرنېتي کلبونو چلولو ته اجازه ورکړه

خبریال وېبپاڼه: په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د انټرنېټ کلبونو ته اجازه ورکړې چې له یوې اونۍ وروسته بیا فعالیت وکړي. دغه سرچینې خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو د هرات انټرنېټ کلبونو ته په دې شرط…

انتوني ګوترېش د بشري مرستو رسولو په برخه کې د ښځو پر شتون ټینګار کړی

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د یوناما پر ښځينه کارکوونکو تر کار بندیز وروسته یو وار بیا د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو پر شتون ټینګار کړی. هغه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د بشري مرستو په رسولو کې د…

یونیسف د کاپیسا ښوونځیو ته له ۶۶۰ زرو څخه زیات درسي کتابونه ورکړي دي

خبریال وېبپاڼه: په کاپیسا ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دغه ولایت ښوونځیو ته لږ تر لږه ۶۶۰ او ۷۶ جلده درسی کتابونه ورکړې دي. په کاپيسا کې د طالبانو د ښوونې او روزنې رييس…

په بدخشان کې طالبانو یو شمېر ځوانان د اته رکعته تراویح د ادا کولو په تور وهلي او بندیان کړي

خبریال وېبپاڼه: په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې اته تنه لمونځ کوونکي وهلي او بندیان کړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د امر باالمعروف کسانو دغو ځوانانو ته په اته رکعته د تراويح د لمونځ…

ترکیې په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي

خبریال وېبپاڼه: ترکیې په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلې دي. د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د یاد هېواد د کډوالو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې په تېره یوه اوونکې یې شاوخوا یو زراو ۸۷۲ ناقانونه کډوال له خپلې…

طالبانو ته د سمرقند په ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

خبریال وېبپاڼه: ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشسنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمینه سمرقند کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو ناسته وشي. د روسیې ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، یاده ناسته د اپریل پر دیارلسمه جوړیږي، چې مشري به یې د روسیې د…

تالبانو د هرات د ښوونکو د تربیې مرکز په جهادي مدرسه بدل کړو

خبریال وېبپاڼه: په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وایی،تالبانو په دغه ولایت کې د ښوونکو د روزنې ودانۍ د دې ولایت جهادي مدرسې ته ورکړې ده. سرچينې نن خبریال وېبپاڼې ته وويل، چې د هرات د ښوونکو د روزنې دوه نوي ودانی، په دې وروستيو کې په جهادي…
koi finance