The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

امریکا: طالبان دې د رسمیت پېژندلو خوبونه نه ګوري

خبریال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې ټاکل شوې په قطر کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو غونډه جوړه شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان به په رسمیت ونه پېژني. دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند ودانت پاتل نن په…

په امریکا کې ټاکنیزې سیالۍ؛ نیکي هیلي بایډن د معاصر تاریخ تر ټولو کمزوری ولسمشر وباله

خبریال وېبپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې او د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې نیکي هیلي جوبایډن د معاصر تاریخ تر ټولو کمزوری ولسمشر بللی دی. هیلي دغه څرګندونې د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بایډن د بیا…

د ارغند پنځم تلین؛ قاتلین یې لاهم خلاصې تڼۍ ګرځي

خبریال وېبپاڼه: له نن پنځه کاله وړاندې یو شمېر ترهګرو د خبریال ویبپاڼې مسؤل عبدالمنان ارغند شهید کړ. پر ارغند داسې مهال د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر کور ته څېرمه برید شوی و، چې دی له کور څخه کارځای ته پر لاره و. نوموړی که څه هم د…

پاکستاني پولیس: خیبر پښتونخوا کې د چاودنې لامل د برښنا شارټي وه

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په یوه مرکز کې له دوو خونړیو چاودنو یوه ورځ وروسته د دغه هېواد پولیسو وویل، چې دا چاودنې د برښنا د شارټي له امله شوې وې، ترهګریز برید نه و. آسوشېتد پریس خبري اژانس…

ډونالډ ټرمپ: طالبانو له موږ ۷۰۰ زره میله امریکايي وسلې ترلاسه کړي

خبریال وېبپاڼه: د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، اووه‌سوه زره میله امریکایي وسلې ترلاسه کړې دي. آی‌بي‌سي‌ نن راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دا…

سوډان کې د اوربند هوکړه وشوه

خبریال وېبپاڼه: په سوډان کې د جګړې دواړو لورو له لس ورځنیو خونړیو شخړو وروسته په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده. نړیوالو اژانسونو ویلي، چې دغه اوربند د امریکا او سعودي عربستان په منځګړیتوب تر دوه ورځنیو سختو بحثونو وروسته له تېرې نیمې شپې…

خيبر پښتونخوا: سوات کې د پوليسو يو مرکز کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت سوات ښار کې د پوليسو په يو مرکز کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې. پرون ماښام ناوخته د سوات ښار کبل سيمه کې د ترهګرۍ ضد پوليسو په يو مرکز کې دوه پرلپسې چاودنې رامنځته شوې. د خيبر پښتونخوا د ځايي…

په اتریش کې د طالبانو د مخالفینو غونډه پیل شوه

خبریال وېبپاڼه: په اتریش کې د طالبانو پر ضد د خوځښتونو او شخصیتونو دویمه غونډه څو شېبې وړاندې پیل شوه. دغه غونډه د دوهم ځل لپاره نن د دغه هیواد په پلازمینه ویانا کې د اتریش د نړیوال انستیتیوت له خوا جوړه شوه. د افغانستان د ملي مقاومت…

متقي په سوډان کې د بند پاتې افغانانو په اړه څرګندونې کړي

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي وایي، چې د سوډاني پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو ترمنځ په نښتو کې، ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر دغه څرګندونې پرون په خوست کې یوې غونډې ته…

عبدااللهیان: افغانستان ته د اوبو حق نه پرېږدو

خبریال وېبپاڼه: د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله خبر ورکړی، چې د هلمند له سینده، د ایران د حقابې اخیستلو لپاره ټول انتخابونه په میز پراته دي. ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې عبداللهیان د…

د تقدیر پرېکړه

د شپې نهه بجې شوې وې خو لا مې ورور له کاره نه وو راستون شوی، مور په جانماز ناسته او دعأ یې کوله چې: يا الله! ته مې زوی روغ او سلامت کورته راورسوې، سړه سیلۍ هم مه پرې راولې، ای مهربانه ربه! تاته مې زوی امانت دی، ته یې راته وساتې.…

د امریکا افشا شوي اسناد: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی

خبریال وېبپاڼه: واشنګټن پوسټ د امریکا د افشا شویو اسنادو په حواله خبر ورکړی، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان یو ځل بیا د داعش د ترور او همغږۍ په مرکز بدل شوی دی. دغې ورځپاڼې د پنټاګون د پټې ارزونې پر بنسټ خبر…
koi finance