The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

متقي په سوډان کې د بند پاتې افغانانو په اړه څرګندونې کړي

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي وایي، چې د سوډاني پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو ترمنځ په نښتو کې، ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر دغه څرګندونې پرون په خوست کې یوې غونډې ته…

عبدااللهیان: افغانستان ته د اوبو حق نه پرېږدو

خبریال وېبپاڼه: د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله خبر ورکړی، چې د هلمند له سینده، د ایران د حقابې اخیستلو لپاره ټول انتخابونه په میز پراته دي. ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې عبداللهیان د…

د تقدیر پرېکړه

د شپې نهه بجې شوې وې خو لا مې ورور له کاره نه وو راستون شوی، مور په جانماز ناسته او دعأ یې کوله چې: يا الله! ته مې زوی روغ او سلامت کورته راورسوې، سړه سیلۍ هم مه پرې راولې، ای مهربانه ربه! تاته مې زوی امانت دی، ته یې راته وساتې.…

د امریکا افشا شوي اسناد: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی

خبریال وېبپاڼه: واشنګټن پوسټ د امریکا د افشا شویو اسنادو په حواله خبر ورکړی، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان یو ځل بیا د داعش د ترور او همغږۍ په مرکز بدل شوی دی. دغې ورځپاڼې د پنټاګون د پټې ارزونې پر بنسټ خبر…

امریکايي سناتور: طالبانو سخت ظلم شروع کړی

خبریال وېبپاڼه: امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور بیل کاسیډي په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي چې طالبانو سخت ظلم شروع کړی او دوی نه شي کولای داسې ظالمانه حکومت وکړي. نوموړي ویلي، نن وي که سبا؛ د ازادۍ داسې هیلې به را وټوکېږي چې هیڅ وخت به له…

ملاله: نړۍ دې له طالبانو څخه د افغان ښځو حقونه واخلي

خبریال وېبپاڼه: د ښځو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ له نړۍ والې ټولنې غوښتي چې له طالبانو څخه د افغان مېرمنو حقونه وغواړي. نوموړې پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، طالبانو له اوږدې مودې څخه له افغان ښځو څخه خپل حقونه اخیستي او نړۍ‌والې ټولنې ته په کار…

د بشر حقونو کمېسیون: آمینه محمد دې د خپلو څرګندونو بښنه وغواړي

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د طالبانو د رسمیت په اړه د رای ورکولو د غونډې د ترسره کولو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا څرګندونې د ښځو ارادې ته سپکاوی دی. دغه کمیسیون د یوې…

پاکستاني لوړ پوړي پلاوي؛ هند ته د تګ تکل کړی

خبریال وېبپاڼه: ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو به په راتلونکې می میاشت کې د هند په کوربه توب د شانګهای په غونډه کې ګډون وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي، چې دا ناسته د می په څلورمه او پنځمه…

مقاومت شورا: ګوتریش دې د افغان ولس ترڅنګ ودرېږي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د امینه محمد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوتریش غوښتي، چې په افغانستان پورې اړوندو قضیو کې د خلکو د ګټو ترڅنګ ودریږي. دغې شورا په یوه…

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه به پټه وي

خبریال وېبپاڼه: ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړي استازي سره د دغه سازمان د سرمنشي غونډه به د تړلو دروازو تر شا په دوحه کې جوړه شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري…

د هند نفوس له چین زیات شوی

خبریال وېبپاڼه: هندي رسنیو د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق، راپور په حواله ویلي، چې ددغه هېواد نفوس، د چین له نفوسه زیات شوی دی. هندي خبري اژانس، د ملګرو ملتونو د وروستي اټکل له مخې چې نن خپور شو، راپور ورکړی چې د روان کال تر نیمايي پورې به…

چین د فلسطین او اسرائیلو د خبرو منځګړیتوب کوي

خبریال وېبپاڼه: چین د فلسطین او اسرائیلو د خبرو منځګړیتوب کوي. چین فلسطین او اسراییلو ته وړاندیز کړی چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې لپاره منځګړیتوب وکړي. د چين د دولتي خبري اژانس شينهوا د راپور په اساس، د چين د بهرنيو چارو…
koi finance