The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

ترکيه او سوريه کې خونړۍ زلزله؛ څه باندې ۶۰۰ تنه مړه شوي

نن سهار په ترکيه کې د زلزلې د سختو ټکانونو له امله چې د دغه هېواد ځينې ګاونډي هېوادونه يې هم لړزولي درنه مرګ ژوبله رامنځته کړې. نړيوالو رسنيو تر دې دمه په ترکيه او سوريه کې د څه باندې ۶۴۱ تنو مړينه تاييد کړې. او داسې ويل کيږي چې امکان…

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف په مړينه د پاکستان پوځ خواشيني

د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف نن په دوبۍ کې د ۷۲ کلونو په عمر د ور پېښې ناروغۍ له کبله ومړ. د پاکستان پوځ نن يکشنبه د نوموړي په مړينه د يوې اعلاميې په خپرولو خواشيني ښودلې او د ټول پوځ په استازيتوب يې تسليت وړاندې کړي. پروېز…

ملګروملتونو کې د پاکستان سفير د خپلو څرګندونو په اړه له پښتنو بخښنه وغوښته

ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير منير اکرم د پښتنو په اړه د خپلو وروستيو څرګندونو له امله بخښنه وغوښته. نوموړي په خپل ټوېټر ليکلي چې زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل نه اسلامي دي او نه هم د پښتنو په کلتور کې دي، وايي خبرې مې سمې نه دي تعبير…

پاکستان لومړی وزير: اقتصادي ستونزو مجبور کړي يوو د‌ پيسو نړيوال صندق سخت شرایط ومنو

د‌ پاکستان لومړي وزیر وايي د اقتصادي بحران او پيسو انفلاسيون له کبله مجبور يوو چې د پيسو نړيوال صندق سخت شرايط ومني. نوموړي پرون جمعه پېښور کې د ملکي او پوځي مشرانو د ګډې غونډې پر مهال وويل چې د پيسو نړيوال صندق ورته له تصور لېرې سخت…

صالح د پاکستاني سفير ته په غبرګون: تاسو خو د لوړو زده کړو په نوم ترهګر روزئ

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې سخت ځواب ورکړ. نوموړي پاکستان ملامت کړ چې د افغانستان له حالاتو غلطه ګټنه کوي او د ای اېس ای ډ څارنې…

طالبانو د پوهنتون معترض استاد مشعل نيولی او ورک کړی دی

نن مازديګر د پوهنتون معترض استاد مشعل د طالب ځواکونو له خوا نيول شوی او نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی. خبریال وېبپاڼې ته عیني شاهدانو وویل چې د استاد مشعل د نیول کېدو پر مهال طالبانو هغه وهلی او تذلیل کړی دی.‌ تر اوسه معلومه نه ده…

پاکستان وروستيو بريدونو وارخطا کړی؛ د پېښور د بريد په تړاو يې ۲۳ شکمن نيولي دي

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د وروستیو ترهګريزو بريدونو له امله وارخطا دی او نه پوهيږي چې په چا شک وکړي. پاکستاني چارواکي وايي د پېښور د وروستي خونړي بريد په تړاو يې ۲۳ شکمن کسان نيولي دي. د فرانسې خبري آژانس ته د پاکستان يو لوړ…

د طالبانو وزير متقي په پاکستاني چارواکو زړه يخ کړ

 طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په پېښور کې د وروستي خونړي برید په اړه د پاکستاني وزيرانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ترهګر بله افغانستان نه پر دوی بريدونه پلانوي. نوموړي نن د معتادينو د يوه روغتون د پرانيستې په غونډه کې د خبرو…

د طالبانو حکومت اعتراف کوي چې په واکمنۍ کې يې زرګونه ملکیان وژل شوي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعتراف کوي چې د دوی د واکمنۍ له پيل راهيسی تر دې دمه زرګونه ملکیان وژل شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستيال وياند ويلي تېر يو کال کې په هېواد کې ۱۵۹۰ کسان وژل شوي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د…

پېښور کې تر خونړي برید وروسته پاکستان افغانستان کې د ټي ټي پي خلاف د عملياتو خبر ورکړ

پېښور کې د پروني خونړي بريد‌ وروسته د پاکستان حکومت افغانستان کې د ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان پر خلاف د عملياتو خبر ورکړی. د پاکستان پوځ له خپلې دې پرېکړې د طالبانو حکومت ته هم خبر ورکړی دی. خبريال وېب پاڼې ته طالب سرچینو ویلي…

د پېښور خونړی برید؛ طالبان د پاڼ او پړانګ ترمینځ

طالبان د تاریخ له داسي پړاو سره مخامخ شول چې شاید تر اوسه نه وو ورسره مخامخ شوي. طالب مشران پاکستان ته ځواب نه لري او (نه) نشي ورته ویلای؛ خو طالبان له ټي ټي پي سره د جګړې توان هم نه لري. د طالب چارواکو په خبره چې د TTP شاوخوا دېرش…

پېښور: د پوليسو په جومات کې ځانمرګي برید له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې

د‌ خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ښار پوليس لاينز سيمه کې په يوه جومات کې د بمي چاودنې له امله سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. دا يو ځانمرګی برید وو چې د پوليسو د لمانځه پر مهال رامنځته شو‌. د خبريال وېب پاڼې د معلوماتو له مخې دا جومات د…
koi finance