The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

نیکي هیلي: پاکستان د ترهګرو ځاله ده

خبریال وېبپاڼه: د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده« نیکي هیلي» وايي، پاکستان د ترهګرو ځاله ده. نوموړې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې اوس مهال هم په دغه هېواد کې د ترهګرو لسګونه ډلې شته، چې د پاکستان حکومت ورته ځای ورکړی. نوموړې دا څرګندونې…

تالبانو د پخواني حکومت افسر وژلی

خبریال وېبپاڼه: یو شمېر ځايي سرچینې وایي چې تالبانو په پکتیا ولایت کې د پخواني حکومت یو افسر په ډزو وژلی دی. سرچینې خبریال ویبپاڼې ته ویلی چې یاد افسر بدرالدین حیدري نومیږي، خو په « بدو» مشهور وو چې د تالبانو له لوري وژل شوی دی. د سرچینې…

له افغانستان نه د پوځيانو وتلو په اړه د امريکا پخوانيو پوځيانو منفي نظر

ددوحې د تړون درېیمې کاليزې په درشل کې د آمریکا متقاعدو پوځيانو ترمنځ د شوې نظر پوښتنې پايلې ښيي چې ۷۳ سلنه پخواني آمريکايي پوځيان له افغانستان نه د دوی د ځواکونو د وتلو په اړه منفي نظر لري. د دغې نظر پوښتنې پايلې چې پرون د کب په لسمه د…

راتلونکی کال به هم د نجونو پرمخ پوهنتونونه تړلي وي

 خبریال وېبپاڼه: د تالبانو د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی چې د روانې حوت میاشتې په ۱۵مه نېټه به د ټولو سړو سیمو بهاري سمسترونه پیل شي. د تالبانو د لوړو زدکړو ویاند ضیاء‌الله هاشمي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دا پرېکړه یې د لوړو زده کړو وزارت…

د حوت لسمه؛ د تالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون درېیمه کلیزه

خبریال وېبپاڼه: له نن درې کاله وړاندې دتا لبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو، چې له مخې د افغانستان جمهوري نظام وپرځېد او تالبان واک ته ورسېدل. دا تړون د ۱۳۹۸ کال د حوت په لسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملاعبدالغني برادر او…

عمران خان قيمتي دولتي ډالۍ غلا او خرڅې کړي؛ محکمې يې د نيولو حکم کړی

د پاکستان پر پخواني لومړي وزير عمران خان تازه تور پورې شوی چې د خپل حکومت پرمهال يې د دولت قيمتي ډالۍ يې په پټه خرڅې کړي دي. په اسلام اباد کې د يوې محکمې قاضي ظفر اقبال ويلي په دې اړه يې څو ځل له عمران خان غوښتي چې محکمې ته حاضر شي او…

امریکا: افغانستان کې درې زره داعش جنګیالي فعال دي

خبریال وېبپاڼه: وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې د خراسان لپاره د داعش د عملیاتي مسؤل قاري فاتح د وژل کېدو خبر ورکړ، امریکا ویلي چې په افغانستان کې درې زره داعش جنګیالي فعال دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال تروریزم په اړه په…

له ايران وروسته ځينې نور هېوادونه هم غواړي د افغانستان سفارتونه طالبانو استازو ته وسپاري

د ايران په مرکز تهران کې د طالبانو استازو ته د افغانستان سفارت او قونسلي چارو له سپارلو وروسته يو شمېر نور هېوادونه هم نيت لري د افغانستان سفارتي کارونه د طالبانو استازو ته وسپاري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د متحده عربي…

برېټانيا کې سلګونه پښتنو په يوه خوله له طالبانو د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو پرانيستو غوښتنه وکړه

د بریټانیا په لوی ښار مانچسټر کې پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو او د لر او بر پښتو افغانستان کې د نجونو بندو ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره سوله ايز احتجاج ډوله غونډه وکړه. دې غونډې ته ويناوالو پر طالبانو نيوکې وکړې او غوښتنه يې دا وه…

مجاهد: د افغانستان هوايي حريم اشغال دی؛ چارواکي يوازې د حالاتو ننداره کوي

د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی چې د په پټو سترګو د هر چا اطاعت مه کوئ. نوموړي پرون (جمعه حوت ۵مه) د دغې ډلې د يو شمېر عسکرو د فراغت مراسمو ته وينا کې ويلي چې په پټو سترګو دې له چا اطاعت نه…

د تورخم دروازه د طالبانو له خوا له خلاصېدو وروسته د پاکستان له لوري تړل شوې

د تورخم دروازه له څو ورځني ځنډ او بندېدو وروسته نن سهار خلاصه شوه خو د پاکستاني لوري يو ځل بيا وتړل شوه. د په تورخم کې عيني شاهدانو خبريال وېب پاڼې ته ويلي چې د تورخم دروازه نن سهار د طالبانو له خوا خلاصه شوه خو پاکستاني لوري لا هم بنده…

د پاکستان دفاع وزير او ای اېس ای مشر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي؛ طالبان ورته ښه راغلاست وايي

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف او د ای اېس ای د مشر په ګډون مل پلاوی نن ماسپښين کابل ته په يو ناڅاپي سفر رارسېدلي او د طالبانو له تود هرکلي سره مخ شوي. پاکستانی پلاوی به له طالب چارواکو سره په امنيتي مسايلو هم وغږيږي. په ورته مهال په…
koi finance