The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

ایران: د تالبانو واکمن حکومت په رسمیت نه پېژنو

خبریال وېبپاڼه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، چې تالبان په رسمیت نه پېژنو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرې په انقره کې له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره په یوه خبري غونډه کې وکړې. عبداللهیان ټینګار کړی،…

افغانستان کې پر ښځو بنديزونه؛ پکتیکا کې ښځينه ډاکټرانې نشته

د طالبانو له خوا په هېواد کې پر ښځو د بنديزونو په درشل کې د پکتيکا ولايت اوسېدونکي د ښځينه ډاکټرانو له نه شتون سر ټکوي. د پکتيکا روغتيايي مسوولين وايي په ټول پکتيکا ولايت کې يوازې دوه ښځينه ډاکټرانې دي چې ټولو ناروغانو ته رسيدګي نه شي…

فایق: تالبان د خپلو ظالمانه سیاستونو له امله نړیوالو ته ځواب نه لري

خبریال وېبپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، تالبان نه غواړي چې د خپلو ناسمو او ظالمو سیاستونو د بېرته راګرځولو لپاره ملي او نړیوالو غوښتنو ته ځواب ووايي. نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه…

په لسگونو زره پاکستاني ښځو د جنسي ځورونې پر ضد لاریون وکړ

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان په لسگونو زرو ښځو د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د دغه هېواد په لويو ښارونو کې مظاهرې وکړې. الجزیره راپور ورکړی چې سږ کال اتم د مارچ دغه لاریون په اسلام آباد، لاهور، ملتان، پنجاب، حیدر آباد او جنوبي سند ښارونو…

د غور مېرمنې تالبانو ته:د زده کړو مخنیوی جرم دی، د جرم پر وړاندې چوپتیا سپکاوی دی

خبریال وېبپاڼه: په غور کې سیمه ییزې سرچینو ویلي، چې ددغه ولایت یو شمېر ښځو او نجونو د یوې اعتراضیه غونډې په جوړولو سره، د تالبانو لخوا د ښځو پر زده کړو روان بندیز، یو جنایت وباله. یادو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې نن د ښځو د نړیوالې…

یوناما: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ځپونکی هېواد دی

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) مشره (روزا اوتونبایوا) وایي، دا هېواد اوسمهال، په نړۍ کې، د ښځو پر وړاندې تر ټولو ځپونکی ځای دی. د یوناما مشرې دغه څرګندونې، د مارچ د اتمې د ښځو سره د پیوستون د…

لویدیځ هېوادونه: افغانستان کې ترهګري وده کړې

خبریال وېبپاڼه: یو شمېر لویدیځو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ترهګري په اړه اندېښنه ښوودلې. یاده اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې، په کې راغلي چې په افغانستا ن کې د داعش خراسان، القاعده او تحریک تالبان…

سرچینه: تالبانو د سرپل ولایت د هزاره ګانو د یوه کلي اوسېدونکي له سیمې وتلو ته اړ کړي

خبریال وېبپاڼه: په سرپل کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې تالبانو د دغه ولایت د هزاره ګانو د یوه کلي اوسېدونکي د ۳۶ میلیونو افغانیو په جریمې سربېره کډه کولو ته اړ کړي دي. ځايي سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې دا پېښه د سرپل ولایت البدر…

پاکستان کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېبپاڼه: نړیوالو رسنیو د یوه برید په پایله کې د ۹ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. رویټرز د پاکستاني پولیسو د ویاند محمود خان نوتیزي له قوله ویلي، دا ځانمرګی برید د دوشنبې په ورځ د پاکستان په جنوب کې شوی دی. نوتیزي…

امیتاب بچن د فلم د شوټینګ پر مهال ټپي شوی

خبریال وېبپاڼه: هندي رسنۍ وايي، د هندي سینما مشهور ستوری امیتاب بچن د فلم جوړولو پر مهال له ډزو وروسته ټپي شوی دی. انډیا ټوډي د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې امیتاب بچن د هند په حیدراباد ایالت کې ټپي شوی دی. په همدې حال کې امیتاب بچن په خپل…

طالبانو د نجونو د زده کړو د بنديز لېرې کولو په تړاو يو ځل بيا خپله ژمنه ماته کړه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې سره سم نن د هېواد په سړو سيمو کې د نارينه محصلينو پر مخ پوهنتونونه پرانيستل شول. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وياند ضياء الله هاشمي پرون په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د…

په سړو سیمو کې ښوونځي او پوهنتونونه پیل شوه؛ خو نجونې لاهم په کور ناستې دي

خبریال وېبپاڼه: په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو، چې طالبانو په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده کړو منع کړې دي. که څه هم تمې وې چې په دغه کال کې به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، خو طالبانو لاهم په دې برخه کې کوم…
koi finance