The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ لوبغاړو لپاره جېم او د درملنې مرکز چمتو کړو

د افغانستان کرېکټ بورډ پرون يکشنبه خبر ورکړ چې د لوبغاړو لپاره جېم او د درملنې مرکز يې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارولو. کرېکټ بورډ پرون د يوې وېډيو په خپرولو وښوده چې د دغې ادارې په دننه کې د لوبغاړو لپاره د بدني روزنې او پياوړتيا مجهز…

د طالبانو پاسپورټ اداره کې د فساد اوج

خبریال وېب پاڼه- خبریال وېب پاڼې ته په لاس ورغلي شواهد ښيي چې د طالبانو حکومت په بیلا بیلو ادارو کې مالي او اداري فساد اوج ته رسېدلی دی. د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي خبریال وېب پاڼې ته وویل چې رسماً د طالبانو له…

د مرسل نبي زاده له وژنې وروسته نړيوالو په هېواد کې د پارلمان بندو وکيلانو د ويستلو ژمنه کړې

د پخوانۍ وکیلې مرسل نبي زاده له مرګ وروسته په افغانستان کې د بندو پارلماني و کیلانو د وتلو چانس زیات شوی دی. د پخواني پارلمان د وکیلانو د دارالنشا ریس قادر ځاځی وایي چې له هیواده د بندو وکیلانو د ایستلو په تړاو یې ژمنې تر لاسه کړې دي.…

ملګرو ملتونو ولې طالبانو سره د ګډ عکس اخيستو له امله بخښنه وغوښته!؟

ملګرو ملتونو د طالبانو د بيرغ لاندې د دغه سازمان د پلاوي له عکس اخيستو څخه بخښنه وغوښته. د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک پرون جمعه فاکس خبري اژانس ته وويل چې دوی خبر شوي چې پلاوي يې د طالبانو سره د دغې ډلې د بيرغ لاندې عکس…

ملا عبدالسلام ضعیف ولې خپل يو طالب ملا په مردارې وياله کې راچپه کړی وو؟

د طالبانو پخوانی جهادي مشر او په پاکستان کې د طالبانو د پخواني حکومت سفير ملا عبدالسلام ضعیف په ټوېټر کې د خپلو یاداښتونو د ليکلو لړۍ پيل کړې. ملا ضعیف په ټوېټر ليکلي چې يو ورځ د يعقوب څلور لارې مسجد کې د جمعې لمانځه ادا کولو په اراده…

امير خان متقي: په ښځو مو ځکه بنديزونه لګولي چې نړيوالو په موږ بنديزونه لګولي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امنې محمد د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امير خان متقي سره د افغان نجونو او ښځو پر وضعيت خبرې کړي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امنې محمد سره په ليدنه کې…

د نړۍ تر ټولو ښکلی دويم هوايي ډګر وپېژنئ

د ترکیې استانبول هوایي ډګر د نړۍ ترټولو ښه وصل شوي هوایي ډګرونو په لیست کې دویم ځای لري. دا هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو هوایي ډګرونو څخه لوی هوایي ډګر دی. د ترکیې د ولسمشر اردوغان لپاره د استانبول نوی هوايي ډګر تر ټولو له ویاړونو ډکه…

د پاکستان پر اقتصاد بله ټکه راولوېده

د پاکستان پر اقتصاد بله ټکه راولوېده نړيوال بانک دغه هېواد ته قرض ورکول وځنډول. نړۍ وال بانک پاکستان نه د يو ميليارد او سل ميليونه ډالرو قرض مرسته وځنډوله. دغه بانک وايي پاکستان اول بايد په خپل مالي سکټور کې اصلاحات راولي او پر…

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سړې هوا له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې

د روانې زېږديزې مياشتې راهيسی په ټول هېواد کې د معمول خلاف د هوا د تودوخې خورا ډېره ټيټه شوې ده. په يو شمېر ولايتونو کې د درنو واورو او ورښتونو له امله هوا دوه چنده نوره هم سره شوې ده. له وروستيو څو ورځو راهیسی د هېواد په ځينو برخو کې…

د ملګرو ملتونو د منشي مرستياله کابل ته د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه خبرو کولو ته راغلې

د ملګرو ملتونو د منشي مرستياله امنه محمد په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی پرون کابل ته راغلی. د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق ويلي په دغه پلاوي کې د ملګرو ملتونو د منشي مرستياله امنه محمد، د دې سازمان د ښځو د برخې مشره سيما باهوس وو په سياسي چارو…

د لطيف افريدي په شهادت د‌ پښتنو غبرګون؛ پښتانه د يو لوی مبارز استاد نه محروم شو

د پښتون سياستوال او پېښور محکمې پخواني رييس لطيف افريدي مړينې د لر او بر پښتنو غبرګونونه راپارولي. د هغه په شهادت په خواله رسنيو کې د فعالانو له خوا ژوره خواشینې ښودلې شوې. دوی وايي شهيد لطيف افريدي د پښتو او ننګ سړی وو، ټول پاکستان…

پښتون سياستوال لطيف افريدي په پېښور کې په وسله وال بريد کې ووژل شو

پښتون سياستوال لطيف افريدي نن مازديګر د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شو. د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس پر لطيف افريدي د پیښور په های کورټ کې د نامعلوم کس له خوا ډزې شوي او ووژل شوی دی‌. د…
koi finance