The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

پاکستان وتوانېد چې ميلياردونه ډالر خيرات راټول کړي

د پاکستان د بد اقتصادي او ماليي وضعیت په ليدو ملګرو ملتونو او ځينو هېوادونو ورسره د زړه خوږۍ لپاره د مرستې ژمنه وکړه. د اسلامي پراختيايي بانک راتلونکو دريو کلونو لپاره پاکستان سره د ۴,۲ ميليارده او اسيا پراختيايي بانک د يو ميليون ډالرو…

د پاکستان لومړي وزير خپلو شريکانو نه د مرستې لپاره لاس غځولی

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف له دوی سره د مرستو لپاره پر خپلو شريکانو غږ کړی. شهباز شريف وايي د درې کلونو لپاره له خپلو شريکانو څخه اته ميليارده ډالرو مرستې ته اړتيا لري. شريف وايي سېلابونو ځپلي يوو مرستو نه عاجله اړتيا لرو. د…

پاکستان کې اقتصادي بحران؛ له نړيوالې ټولنې ۳۰ بیلیون ډالر خيرات غواړي

په پاکستان کې اقتصادي او ماليي بحران اوج ته رسېدلی چې دغه هېواد يې د ديوالي کېدو له ګواښ سره مخ کړی دی. د پاکستان حکومت د اقتصادي بحران د مهار لپاره له نړيوالې ټولنې د ۳۰ بيليونه ډالرو خيرات غوښتی. د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف نن د…

پاکستان اقتصادي بحران: چارواکي يې له دغه هېواده خپله پانګه وباسي؛ خلک يې له قحطۍ سره مخ دي

په پاکستان کې يو ځل بيا د خوراکي توکو د کمښت او بيو د لوړوالي له کبله د خلکو شکايتونه زيات شوي. د پاکستان په زيات شمېر سيمو کې د اوړو بحران رامنځته شوی، په پېښور کې يوه ډوډۍ په ۳۰ او پنجاب کې ۴۰ کلدارې ته پورته شوې. په ورته مهال د…

پاکستان له زندانونو ۵۳۰ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته ستانه شول

د پاکستان حکومت وايي د سند ايالت له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳۰ افغان کډوال چې د بند موده يې پوره شوې وه ازاد او خپل هېواد ته ولېږل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد پرون ناوخته وويل چې د دغو کډوالو…

په طالبانو د ډالرو کڅوړې زهر شوې

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان ته مو د بشري مرستو، د څلوېښت ميلیوني ډالري کڅوړو لېږد ځنډولی دی. وايي تر هغې چې طالبان ټولو انساني حقونو ته درناوی ونه‌ کړي، نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورنه‌کړي، یو سېنټ هم نه ورلیږو. د ملګرو ملتونو د…

د طالبانو لوړو زده کړو وزير وروستيو څرګندونو ته د افغان ښځو غبرګونونه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم يو ځل بيا د ښځو د کار او زده کړو په اړه داسې څرګندونې کړي چې د افغان نجونو، ښځو او فعالانو غوسه يې راپارولې ده. ندا نديم يو ځل بيا په افغان ښځو د فحاشۍ او بې حجابۍ تور پورې کړی او پخوانی حکومت…

پاکستان: د ټي ټي پي پر ځای د طالبانو له حکومت سره خبرې کوو

په پاکستان کې د ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان وسله والو له خوا د بريدونو زياتېدو د پاکستان حکومت وارخطا کړی. د پاکستان حکومت په افغانستان د طالبانو په حکومت بار بار تور ولګاوه چې په هېواد کې يې ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان ته…

طالبانو د خپلې واکمنۍ ۱۵ مياشتو کې سلګونه ملکيان وژلې دي

طالبانو د خپلې واکمنۍ د ۱۵ مياشتو په موده کې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې ۶۳۴ ملکيان وژلي، دا خبره د رودارې سازمان چهارشنبه په يو خپاره کړي راپور کې کړې. رودارې سازمان وايي په دغه شمېر ملکيانو کې پخواني پوځيان، سلفيان، د ملي مقاومت…

ملګرو ملتونو امنیت شورا طالبانو له لوري د ښځو کاري بنديز په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکي اوونۍ په مؤسساتو کې د افغان ښځو د کاري بنديز په اړه غونډه جوړوي. متحده عربي اماراتو په يو ټويټ کې ويلي دا غونډه د‌ دوی او د‌ جاپان حکومت په وړانديز جوړيږي. په ورته وخت په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي…

طالبانو کابل کې پر داعش وسله والو عمليات کړي

د طالبانو حکومت وايي تېره ورځ يې د کابل د اتمې حوزې اړوند شهدای صالحين او قلاچه سيمو کې د داعش ډلې پر پټنځايونو عمليات کړي. د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په دغه عملياتو کې د داعش وسله والو دوه پټنځايونه له منځه وړل شوي چې په…

طالبانو کونړ ولايت کې د نابینا نجونو د ليک لوست ټولګي هم بند کړي

طالبانو په کونړ ولايت کې د نابینا نجونو د ليک لوست زده کړې ځانګړي ښوونځي هم بند کړي دي. دغه ټولګي چې درې مياشتې وړاندې پيل شوي وو، نابینا نجونو ته په کې بريل ليک لوست زده کړه ورکول کېده چې د طالبانو له خوا په ټول هېواد کې د نجونو پر زده…
koi finance