ملا عبدالسلام ضعیف ولې خپل يو طالب ملا په مردارې وياله کې راچپه کړی وو؟
د طالبانو پخوانی جهادي مشر او په پاکستان کې د طالبانو د پخواني حکومت سفير ملا عبدالسلام ضعیف په ټوېټر کې د خپلو یاداښتونو د ليکلو لړۍ پيل کړې.
ملا ضعیف په ټوېټر ليکلي چې يو ورځ د يعقوب څلور لارې مسجد کې د جمعې لمانځه ادا کولو په اراده…