The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار د حق ورکولو په ننګه په بریتانیا کې د PTM غړو احتجاج وکړ

دبرېټا په برمنګهم ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پښتنو فعالانو د افغان نجونو د زده‌ کړو او ښځو ته د کار د حق په ننګه پراخه احتجاجيه غونډه وکړه. د دغې غونډې ګډونوالو د افغان نجونو د زده کړو او ښځو ته د کار د حق ورکولو لپاره غږ پورته…

برېټانيا ميشتي افغانان نن د افغان نجونو او ښځو په ننګه احتجاج کوي

د بریټانیا برمنګهم ښار کې نن د لر او بر افغان وطن شاوخوا (۴۰۰) افغانان را غونډېږي؛ د نجونو د زدکړو او د افغان ښځو پرکار د طالبي پرېکړي خلاف احتجاج کوي. له برېټانيا د خبريال ډاټ کام سرچينې وايي چې دې غونډې ته د بریتانیا له پلازمېني لندن،…

نامعلومو وسله والو د پارلمان وکيله مرسل نبي زاده خپل کور کې په ډزو وژلې

د پارلمان وکيله مرسل نبي زاده د نا معلومو وسله والو له خوا په خپل کور کې په ډزو وژل شوې. مرسل نبي زاده بېګا شپه د کابل دولسمې حوزې اړوند احمد شا بابا مېنې سيمه کې د نا معلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوې. تر اوسه د نوموړې د وژلو…

اسټراليا کرېکټ اداره: افغانستان سره د لوبو نه کول سياسي پرېکړه نه ده

د اسټراليا کرېکټ ادارې د افغان لوبډلې سره د لوبلړۍ لغوه کولو په اړه له خپلې پرېکړې ملاتړ وکړ. د اسټراليا د کرېکټ ادارې مسوول ميک هاکلي وايي افغانستان سره د لوبو نه کول سياسي پرېکړه نه ده. وايي په افغانستان کې د ښځو بنسټيز حقونه ختم…

پر افغانستان يو ځل بيا وارداتي برېښنا کمه شوه

پر افغانستان يو ځل بيا د ازبکستان وارداتي برېښنا کې پرچاوي رامنځته شوه. د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت وايي د ازبکستان هېواد وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله په افغانستان پرچاو شوه. دغه…

امرالله صالح: پر افغان کرېکټ لوبډله مؤقتي او دايمي بنديزونه مثبت ګام دی

د پخواني حکومت د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د اسټراليا کرېکټ ادارې هغه پرېکړه ستايلې چې د افغان لوبډلې سره یې راتلونکې درې يو ورځنۍ لوبې لغوه کړې. امرالله صالح په خپله ټوېټر پاڼه دا راز د طالبانو له وزير انس حقاني سره د کریکټ…

د اسټراليا کرېکټ ادارې د پرېکړې پر وړاندې د افغان کرېکټ بورډ او لوبغاړو غبرګونونه

د اسټراليا کرېکټ ادارې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره راتلونکي يو ورځنۍ درې نړيوالې لوبې چې د‌ نړيوال جام د‌ سوپر ليګ سياليو برخه وه لغوه کړې. اسټراليا کرېکټ ادارې ويلي دا کار يې ځکه کړی چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو ښوونځي او…

د افغانستان ژورنالیستانو ټولنه: د طالبانو واکمنۍ له پيل سره سم ۳۸۷ رسنيو فعاليت درېدلی

د افغانستان د ژورناليستانو ټولنه وايي د ۲۰۲۱ د اګسټ مياشتې او د طالبانو له واکمنۍ د پيل راهيسی په هېواد ۳۸۷ رسنۍ له فعاليت درېدلي دي. د دغې ټولنې له خوا پرون چهارشنبه تازه موندنې خپرې شوې چې په کې ښودل شوي وو د طالبانو بيا ځلي واکمنۍ له…

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو په زغرده غوښتي چې نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي

د اسلامي همکاریو سازمان پرون چهارشنبه د طالبانو حکومت له لوري د افغان نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو بندېدو او پر ښځو د کاري بنديز په تړاو بېړنۍ غونډه کړې وه. دغه سازمان له غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي وو چې په زغرده له…

د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت ننني بريد کې اکثره قربانيان طالبان دي

نن مازديګر شاوخوا څلور بجې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دروازه کې ځانمرګي برید وشو چې له امله يې لسګونه تنه مړه او ټپيان شول. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند هم بريد تاييد کړی او وايي چې د وزارت مخې ته پر عمومي سړک شوې چې…

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي!!! افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د پر ښځو د کاري بنديز په درشل کې يوې افغانې پښتنې نجلۍ پري ګل شينوارې د لندن په معتبر پوهنتون کې د دوکتورا د بشپړولو وروسته سند تر لاسه کړ. پري ګل شينوارې چې له آره د…

عباس ستانکزي په نويو څرګندونو کې د طالبانو له پرېکړو سره مخالفت وښود

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د ښځو په اړه د طالبانو له وروستيو پرېکړو سره مخالفت وښود. د ستانکزي هغه وېډيو چې په خواله رسنيو کې لاس په لاس کيږي په کې يې د طالبانو وروستيو پرېکړو ته په اشارې ويلي چې له هغو…
koi finance