The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

د اسلامي همکاریو سازمان پر افغان ښځو او نجونو د تازه بندیزونو په خلاف کمپاین پیلوي

د اسلامي همکاریو سازمان تازه ويلي دوی به د اسلامي هېوادونو ديني عالمان منسجم کړي او د‌ افغان نجونو او ښځو د تعليم، تحصيل او کار د بنديزونو په خلاف به کمپاین پیل کړي. د دغه سازمان سرمنشي حسين ابراهيم ښه د اسلامي فرقې له نړيوالې اتحاديې…

پاکستان: د کراچۍ زندان کې د زنداني افغان مېرمنو او ماشومانو شمېرې خپرې کړي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون وايي د پاکستان د کراچۍ په زندان کې اوس مهال هم سلګونه افغانې مېرمنې او ماشومان بنديان دي. ياد کمېسيون شمېرې خپرې کړي او د يادو شمېرو له مخې دا مهال د کراچۍ زندان کې ۱۳۹ افغانې مېرمنې او سلګونه ماشومان بند…

پاکستان د ډېرې قرضدارۍ له امله امريکا کې د خپل سفارت ودانۍ پلوري

د پاکستان حکومت د ډېرو قرضونو له کبله مجبور شوی په امريکا کې خپل جايداد د سفارت ودانۍ خرڅه کړي. ياده‌ ودانۍ د پلور لپاره بولۍ ته وړاندې شوې او تر اوسه پرې درې بولۍ وهل شوي دي. تر اوسه تر ټولو جګه بولۍ ۶,۸ ميليون ډالره ده چې د يو يهودي…

پاکستانی ملا طالبانو ته: د نجونو تعليم په اړه مو اقدامات ستايم

طالبانو ته د پاکستاني ملا تقي عثماني له خوا تازه ليک راغلی چې په کې يې د نجونو او ښځو په اړه د تازه بندیزونو ستاينه کړې. ملا تقي عثماني له خوا په اردو طالبانو ته ليک راغلی چې رسنيو ته رسېدلی او په کې طالبان مخاطب شوي او ليکلي چې د نجونو…

د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښته کې د مقاومت مهم قومندان وژل شوی

د طالبانو مخالفې ډلې مقاومت جبهې يو مهم قومندان او د هغه څو تنه غړي په نښته کې وژل شوي دي. د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې نښته شوې چې په پايله کې يې د جبهې مهمه قومندان خير محمد خير خواه او څو نور جنګيالي يې…

ندا محمد نديم: که موږ ته خلک او تمدن لومړيتوب وی؛ شل کاله مو جګړه نه کوله

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم په بېلابېلو وختونو کې داسې څرګندونې کوي چې د خلکو له نيوکو او غبرګونونو سره مخ کيږي. تازه د ملا نديم يو وېډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې نوموړي په کې ويلي دوی ته د خلکو آبادي او تمدن لومړيتوب…

د بدخشان لپاره د طالبانو امنيه قومندان په ماين چاودنه کې ووژل شو

په بدخشان ولايت کې د د طالبانو د حکومت د دغه ولايت امنيه قومندان عبدالحق ابو عمر په يو ماين چاودنه کې ووژل شو. د طالبانو حکومتي سرچينو هم ياد خبر تاييد کړی او وايي چې چاودنه له غرمې وړاندې د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې امنیه قومندانۍ ته…

د پي ټي اېم غړو په اروپا کې د نجونو زده کړو او ښځو د کار د بنديز په غبرګونه احتجاجونه وکړل

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي اېم غړو د اروپا بېلابېلو ښارونو کې د افغان نجونو پر لوړو زده کړو او ښځو د کار د بنديز په اړه د طالبانو د پرېکړې په غبرګون احتجاجونه وکړل. په احتجاجونو کې د ډيورنډ د دواړو غاړو مېشتو افغانانو ګډون کړی وو او…

مرستندويه هېوادونه ډېر ژر افغانستان سره د بشري مرستو په اړه وروستۍ پرېکړه کوي

د طالبانو له خوا په افغان ښځو د کار له بنديز وروسته مرستندويه هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي چې نور له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي که نه؟ د فرانس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر له قوله ليکلي،…

طالبانو په غير دولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه

پر ښځو د طالبانو له خوا د بنديزونو لګولو په لړۍ کې يې تازه په غير دولتي، داخلي او بهرنيو نړيوالو مؤسساتو کې د ښځينو پر کار هم بنديز ولګاوه. د غير دولتي مؤسساتو د انسجام رياست له خوا يو خپور شوی مکتوب چې رسنيو ته رسېدلی. په کې طالبانو…

افغان ښځو د طالبانو وروستۍ پرېکړې په غبرګون ملګرو ملتونو ته ليک استولی

د طالبانو له خوا په نجونو د لوړو زده له بنديز سره د افغان ښځو يوې ډلې په غبرګون کې د طالبانو په نوم ملګرو ملتونو ته د شکايت په توګه يو ليک استولی دی. په ليک کې ليکل شوي، اسلام د عدل او انصاف او د تبعيض ضد دين دی او د افغانانو اساسي…

اسلامي هېوادونو د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې؛ عرب سوداګر افغان نجونو ته د زده کړو زمينه برابروي

د مصر الازهر پوهنتون، اندونيزيا او ګڼو اسلامي هېوادونو د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې د نجونو پر مخ يې پوهنتونونه وتړل په سختو ټکو غندلې. اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې پرته له ځنډ دې بېرته د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي پرانيزي.…
koi finance