The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

ما کمه مه بولئ، زه د کائناتو دوهمه خدای يم

طبعت ما انسانه، دنیا ما ښځه، او مذهب ما فرمانبرداره بولې. خدای زه ددې لپاره پیدا کړم چې د نارینه نیمګړي نړۍ تکمل کړم. زما د تقدیر صاحب کله انجلۍ، کله مور، کله خور او کله ښځه چې په هر قالب کې زه امتحان کړم خو بیا هم هر رنګ کې ما ضعیفه…

طالبانو دفاع وزارت پاکستان ته: افغانستان لاوارثه نه دی، موږ د خپل هېواد دفاع کولی شو

د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، افغانستان لا وارثه نه دی او موږ د هېواد په دفاع کې ډېره ښه تجربه لرو. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ويلي وو که د ټي ټي پي يا…

پاکستانی وزير وايي افغانستان کې د ترهګرو په پټنځايونو عمليات کوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وايي امکان دې ولري چې په افغانستان کې د ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو په پټنځايونو عمليات وکړو. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي د نړيوالو قوانينو له مخې دا حق لرو هغه ځای په نښه کړو له کوم ځايه…

برېښنا شرکت د ۲۰۲۳ کال لپاره له ازبکستان سره د برېښنا توريد تړون لاسليک کړ

د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت په ټوېټر خبر ورکړی چې د نوي ۲۰۲۳ کال لپاره يې د ازبکستان هېواد سره د برېښنا توريد تړون لاسليک کړ. په ورته وخت د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي ازبکستان ورسره ژمنه وکړه چې له دې وروسته به پر…

د طالب د نابودۍ لپاره څه په کار دي؟

د افغانستان اوسنۍ اؤ روان حالت خو مونږ تاسو ټولو ته معلوم دی. امريکا چې څنګه ټالبان راوستل همداسې ئي بيا ورک کوي. د ورک کیدو لپاره ئي پاکستان ټيکه واخيسته. په را روانو څو ورځې کې ګورئ چې پاکستان په ښکاره اؤ پټه افغانستان کې عمليات…

د بنديزونو له امله ۱۱,۶ ميليونه افغان مېرمنې حياتي او بشري مرستې نه شي ترلاسه کولی

د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې يا USID مشرې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو د وروستيو بنديزونو ته په اشارې ويلي ميليونونه افغان نجونې او ميرمنې لومړيو مرستو ته لاس رسی نه لري. سمنټا پاور وايي د زده کړو او کاري…

کندهار: طالبانو رسنيو کې د ښځو پر غږ بشپړ بنديز ولګاوه

طالبانو په کندهار ولايت کې رسنيو ته امر کړی چې نور دې د ښځو غږ له خپرونو وانه وریدل شي. د طالبانو د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ او استخباراتو رياست چهارشنبې په ورځ کندهار کې لسو سيمه ايزو رسنيو له مسوولينو سره ناسته کړې او ورته يې…

په خپل ځان کې طالب ووژنئ/ آمنه وردګ

خبریال ویبپاڼه- سیاست، مطبوعات، ټوله نییزې رسنۍ ، طب او حتا ژوند د ښځو له شتون پرته یا نېمګړی یا هم ممکن نه دی، خو موږ « پنځه زره کلن تاریخ لرونکي» د ښځو له ټوله نیز شراکت پرته ژوند کوو. هر افغان/ پښتون کې دننه یو طالب پټ دی او تر خدایي…

د اسلامي همکاریو سازمان پر افغان ښځو او نجونو د تازه بندیزونو په خلاف کمپاین پیلوي

د اسلامي همکاریو سازمان تازه ويلي دوی به د اسلامي هېوادونو ديني عالمان منسجم کړي او د‌ افغان نجونو او ښځو د تعليم، تحصيل او کار د بنديزونو په خلاف به کمپاین پیل کړي. د دغه سازمان سرمنشي حسين ابراهيم ښه د اسلامي فرقې له نړيوالې اتحاديې…

پاکستان: د کراچۍ زندان کې د زنداني افغان مېرمنو او ماشومانو شمېرې خپرې کړي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون وايي د پاکستان د کراچۍ په زندان کې اوس مهال هم سلګونه افغانې مېرمنې او ماشومان بنديان دي. ياد کمېسيون شمېرې خپرې کړي او د يادو شمېرو له مخې دا مهال د کراچۍ زندان کې ۱۳۹ افغانې مېرمنې او سلګونه ماشومان بند…

پاکستان د ډېرې قرضدارۍ له امله امريکا کې د خپل سفارت ودانۍ پلوري

د پاکستان حکومت د ډېرو قرضونو له کبله مجبور شوی په امريکا کې خپل جايداد د سفارت ودانۍ خرڅه کړي. ياده‌ ودانۍ د پلور لپاره بولۍ ته وړاندې شوې او تر اوسه پرې درې بولۍ وهل شوي دي. تر اوسه تر ټولو جګه بولۍ ۶,۸ ميليون ډالره ده چې د يو يهودي…

پاکستانی ملا طالبانو ته: د نجونو تعليم په اړه مو اقدامات ستايم

طالبانو ته د پاکستاني ملا تقي عثماني له خوا تازه ليک راغلی چې په کې يې د نجونو او ښځو په اړه د تازه بندیزونو ستاينه کړې. ملا تقي عثماني له خوا په اردو طالبانو ته ليک راغلی چې رسنيو ته رسېدلی او په کې طالبان مخاطب شوي او ليکلي چې د نجونو…
koi finance