The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

طالبانو د پاکستان له استازې حنا رباني مننه کړې چې څلور لسيزې يې د افغان کډوالو ښه کوربتوب کړی

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزيرې حنا کهر رباني له راغلي پلاوي سره پرون د ارګ په چهار چنار مانۍ کې د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال سره ليدلي. د ارګ له ټوېټر پاڼې طالبانو ليکلي چې په دې ليدنه کې حنا رباني ويلي چې پاکستان د…

پاکستاني طالبانو په پاکستان کې د سختو بريدونو خبرداری ورکړ

تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په يو تند بيان کې خپلو وسله والو ته امر کړی چې په دې هېواد کې يو ځل بيا خپل بريدونه شروع کړو. د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د پاکستان له حکومت سره څو مياشتنی اوربند پای ته ورسېده او تازه يې د بريدونو د پيل…

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړې چارواکې حنا رباني سبا کابل ته راځي

د‌ پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سبا کابل ته د دوی د يو لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکوي. ياد وزارت ويلي د بهرنيو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني په مشرۍ سبا د دوی يو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر کوي. ياد وزارت نن دوشنبه ناوخته د يوې خبر…

طالبانو په کابل کې د ښوونځيو له ښځينه ښوونکو د عقیدې ازموينه واخيسته

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په کابل کې د ښوونځيو له ښوونکو د عقیدې ازموينه واخيسته. د کابل د ښوونځيو ښوونکي وايي طالبان غواړي په دې کار سره د ښوونکو دينې او عقيدوي پوهه معلومه کړي. ښوونکي وايي د دغې ازموينې ټولې پوښتنې عقيدوي دي او…

طالبان ځوانانو ته پاملرنه نه کوي؛ ځوان کادرونه اروپا ته د تلو په نيت په قاچاقي لارو کې په شهادت…

د طالبانو د واکمنېدو راهيسی په هېواد کې د بېکارۍ او اقتصادي بوجونو د زياتوالي له کبله په قاچاقي لارو اروپا ته د تګ په نيت د ځوانانو هجوم زيات شوی. په دې وروستيو کې په ايران او ترکيه کې د يادو هېوادونو د پوليسو له لوري د ناوړه چلند له…

طالبانو په دايکندي کې ۸ ملکيان په شهادت رسولي

په دايکندي ولايت کې سيمه ايزي سرچينې وايي طالبانو د دې ولايت په سيوک شېبر سيمه کې د‌ عملياتو پر مهال د دوو کورنيو اته غړي په شهادت رسولي‌. سرچينې وايي طالبانو چهارشنبه د شپې د دايکندي نيلي ښار کې دوه کورونه محاصره کړي وو او په څو کورونو…

طالبانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته بهر ته د تګ اجازه ورکړه

د طالبانو حکومت له يو نيم کلني ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته بهر ته د تګ اجازه ورکړه. د طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي خبریال ډاټ کام ته په حامد کرزي د لګول شوي بندیز لېرې کېدو خبر تاييد کړی. ټاکل شوې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په…

پخوانی وزیر، سیاستوال او لیکوال صالح محمد زېری وپېژنئ!

صالح محمد زېری ۸۸ کاله وړاندې د کندهار په برو بازار کې وزېږېد. د احمد شاه بابا له لېسې ووت، په ۱۳۷۷ کې د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته ولاړ او شپږ کاله وروسته فارغ شو. کلونه وروسته د نادر شاه علي اباد کادري روغتون مشر شو. هېوادنۍ مېنې، زېری…

پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ځای ناستی اعلان کړټ

د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف له خوا د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ځای ناستی ټاکل شوی. د پاکستان لومړي وزير د پوځ د مشر په توګه د عاصم منير د منظورۍ وړانديز د ولسمشر دفتر ته لېږلی. د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرې مريم اورنګزېب په…

القاعده شبکې د نړۍ مسلمانانو ته خبرداری ورکړی چې د فوټبال لوبو له ليدو ځان وساتي

د القاعده ترهګرې شبکې يوې سيمه ييزې څانګې د نړۍ مسلمانانو ته خبرداری ورکړی چې قطر کې د فوټبال نړيوالو سياليو له ليدلو ځانونه وساتي. د عربو په ټاپو کې د القاعدې سیمه ییزې څانګې د سايټ په نامه ډلې له خوا يو اعلاميه خپره کړې، که څه هم په…

قطر: د فوټبال نړيوال جام نندارچيان د فوټبال لپاره د يوې شپې سلګونه ډالر مصرف ورکوي

د ۲۰۲۲ز د فوټبال نړيوال جام چې نن ماښام د قطر پلازمېنه دوحه کې پيليږي د نړۍ له ګوټ ګوټ ورته زرګونه مينه وال د ليدلو لپاره ورغلي. د قطر هېواد د فوټبال د نندارچيانو د اوسېدو لپاره په کانټينرونو کې مفشنې خونې جوړې کړي دي. په دغه…

طالبان هغه بريدګر پاکستان ته سپاري چې پاکستانی پوځي يې وژلی وو

د طالبانو او پاکستاني مسؤلينو ترمنځ نن یکشنبه د دروازې پر خلاصون ناسته شوې. دغه ناسته په چمن کي شوې او نن اومه ورځ ده، چې د بولدک او چمن تر منځ دروازه د خلکو د تګ راتګ پر مخ بنده ده او په زرګونه مسافر دواړو خواو ته بند پاته دي. خبريال…
koi finance