The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

هند: پاکستان ترهګري پالي نو څنګه ورسره مذاکرات او کرېکټ وکړو

د هند د بهرنيو چارو وزير وايي پاکستان ترهګري پالي نو په داسې حال کې څنګه ورسره مذاکرات او کرېکټ وکړو. د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر په يو تازه مرکه کې ويلي چې له پاکستان سره د مذاکراتو پيلولو پېچلی معامله ده او وايي پاکستان هند ته…

د افغانستان مشهوره پښتنه سندرغاړې مېرمن قمرګله په جلاوطنۍ کې په حق ورسېده

د افغانستان نوميالۍ پښتنه سندرغاړې مېرمن قمرګلې د ورپېښې ناروغۍ له امله د کاناډا په ټورنټو ښار کې په يو روغتون کې ساه ورکړه. د هغه زوی ايمل زاخېل د خپلې مور د مړينې خبر تاييد کړی. مېرمن قمرګله په آر کې د ننګرهار ولايت اصلي اوسېدونکي…

طالبانو په پروان کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۷ کسان په دورو ووهل

طالبانو نن د پروان ولايت په مرکز چاریکار ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۷ کسان په دورو وهلي. پران کې د طالبانو د محکمې ځينې چارواکي هم په دې صحنه کې موجود وو او ويلي يې دي چې په دغه کسانو يې د اخلاقي فساد، غلا او له کوره د تېښتې له…

طالبانو فراه ولايت کې د جمهوريت د وخت پخوانی مجرم قصاص کړ

طالبانو په خپله يو نيم کلنه واکمنۍ کې د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې يو پخوانی مجرم قصاص يعنې اعدام کړ. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کريمي هم دا خبر تایید کړی او ويلي يې دي چې د ياد کس قصاص د دوی د مشر ملا هبت الله له خوا تاييد شوی وو…

د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کیدو اوازو افغانې نجونې اندېښمنې کړي

په دې وروستيو کې د هوا په بریدو سره د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کیدو اوازې ډېرې شوي. ويل کيږي طالبان پلان لري چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړلو وروسته د دوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړي. څو اوونۍ وړاندې…

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير: طالبانو نه چې هر چا ډېرې چاودنې کړي وي لوړ امتيازات ورکوو

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير ندا محمد نديم وايي، په طالبانو کې چې هر چا ډېر ماينونه پټاو کړي يعنې چاودولي وي ډېر امتيازات ورکوو. د طالبانو دا وزير زياتوي چې يادو شويو طالبانو ته به له ازموينې پرته د لوړو زده کړو معتبر…

پاکستان: له افغانستان د خپل سفارت کارکوونکي نه وباسو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو وياند پرون په افغانستان کې د دوی پر شارژدافير له بريد وروسته ويلي دوی ته افغانستان څخه د خپل سفارت کارکوونکي نه وباسي. ياد وزارت په ټوېټر پاڼه ليکلي چې چې له بريد وروسته د سفارت د تړلو او يا د ډيپلوماټانو…

پاکستان يو ځل به طالبانو تور پورې کړ چې ترهګرو ته يې ځای ورکړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ويلي په پاکستان کې بريدونه د افغانستان له خاورې تنظیميږي. رانا ثنا الله د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې له پرونۍ چاودنې وروسته اسلام اباد کې خبري کنفرانس ته وويل ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان…

په تېره يوه اوونۍ کې په کندهار کې له ۱۵ ډېر طالبان ترور شوي

په‌ دی وروستيو کې په کندهار ولایت کې د طالبانو ترور او هدفي وژنو زور اخيستی. په تېره يوه اوونۍ کې په کندهار ولايت کې له ۱۵ ډېر طالبان د هدفي وژنو په پايله کې وژل شوي. دا بريدونه په تېرو دووه ورځو کې د کندهار ښار په ۱۱,۱۲ او دويمه حوزه…

طالبانو افغانستان کې د FM په څپه د ازادۍ راډيو فعاليتونه بند کړل

د راپورونو له مخې ويل کيږي چې طالبانو د افغانستان ۱۳ ولايتونو کې د FM په څپه د ازادۍ راډيو نشرات بند کړل. په ظاهر کې طالبانو د ازادۍ راډيو د نشراتو د بندېدو لامل د خپرونو د محتواو په اړه د شکایتونو شتون ياد‌ کړي. تر دې وړاندې د…

د سمنګان ولایت په مدرسه کې پرونۍ چاودنه کې لسګونه تنه وژل شوي

د سمنګان ولايت په مرکز ايبک کې پرون په يو ديني مدرسه کې د بمي چاودنې د قربانیانو شمېر شاوخوا شلو تنو ته لوړ شو. فرانس پريس اژانس په دې اړه په يو راپور کې ويلي د الجهاد مدرسې په دننه کې د چاودنې له امله نږدې شل تنه وژل شوي او او ۲۴ تنه…

ټي ټي پي اېس له اوربند وروسته په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه پيل کړل

تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي نن د پاکستان بلوچستان ایالت په کوټه ښار ځانمرګی برید کړی. دا بريد نن سهار د کوټې ښار په بللي سيمه کې د پاکستاني پوليسو په موټر شوې. په دغه کې درې تنه وژل شوي او له ۲۳ ډیر ټپيان دي. د پاکستان د…
koi finance