The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

کابل ښار کې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

کابل ښاریان وايي تېره شپه يو ځل بيا د درنو ډزو غږونه اورېدل کېدل او دوی ټوله شپه له وېرې خوب نه دی کړی. ويل کيږي طالبانو يو ځل بيا د کابل په شمال کې عمليات کړي دي. په خواله رسنیو کې هم ګڼو خلکو د کابل د شمال له پنځه سوه فاميلی سيمې…

طالبانو د کانکور پايلو له اعلان وروسته د يادې ادارې مشر پوهاند عبدالقدير خموش ګوښه کر

طالبانو د ازموينو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدير خموش له دندې لېرې کړ. د طالبانو د مشرتابه له خوا په نويو مقرریو کې پوهاند عبدالقدير خموش له دندې لېرې او پر ځای یې د طالبانو د لوړو زده کړو پخوانی وزير عبدالباقي حقاني وګومارل شو. د…

طالبان جامو ګنډونکو ته: له دې وروسته د ښځينوو جامې ورته مه ګنډئ

طالبانو پر افغان ښځو د محدودويتونو لګولو په لړۍ کې دا ځل نارينه جامو ګنډونکو يا خياطانو ته ويلي تر دې وروسته د ښځينو جامې مه ګنډئ. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په کابل ښار کې خياطانو ته په شفاهي ډول ويلي چې نور له ښځينه مراجعينو د…

محسن داوړ: د اشرف غني انځور مې د رقيبانو «پاکستان» د سوځولو لپاره خپور کړ

پښتون سياستوال محسن داوړ په متحده عربي اماراتو کې له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره ليدلي او د هغه سره اخيستی ګډ انځور يې په خواله رسنیو پورته کړی. داوړ له انځور سره ليکلي: خوښ يم چې له ولسمشر اشرف غني سره مې وليدل، هغه په افغانستان او…

بټوې وکاروئ او ملي کرنسي وساتئ؛ د نويو افغاني بانک نوټونو لپاره خواله رسنيو کې د فعالانو کمپاين

روانه اوونۍ افغانستان ته نوي چاپ شوي افغاني بانک نوټونه را ورسېدل. او د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شوې. په خواله رسنيو کې فعالانو د افغاني بانک نوټونو د ښې ساتنې لپاره په خلکو غږ کړی چې جېبي بټوې وکاروي. دوی د بټوو د کارولو لپاره…

افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو ظلم

پاکستان ته اوښتي کډوال چې د ياد هېواد پوليسو له لوري نيول شوي او زندانونو ته اچول شوي دا مهال په خورا بد وضعيت کې دي چې ځينې يې بېړنيو درملو ته هم اړتيا لري خو پاکستاني پوليس ورسره بد چلند‌کوي او شکنجه کوي يې. دوه ورځې وړاندې يو افغان…

طالبانو د ښځو پر مخ تفريحي پارکونه بند کړل

طالبانو پر افغان ښځو د محدودويتونو د لګولو په درشل کې يو ځل په يو نوي فرمان کې ښځې او کورنۍ پارکونو ته له ور تګ منع کړې. د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په وي نوي فرمان کې د تفريحي پارکونو له مسوولينو په جدي ډول غوښتي چې…

طالبانو د نجيب شريف په نوم هنرمند له وهلو او سختې شکنجې وروسته خوشې کړ

طالبانو د نجيب شريف په نوم هنرمند نيولی او له سختې شکنجې او وهلو ټکولو وروسته يې خوشې کړو. د نجيب شريف زوی څو ساعتونه مخکې د خپل پلار په فېسبوک پاڼه ليکلي وو چې پلار يې پرون ماسپښین د ديارلسمې حوزې طالبانو د کور له مخې څخه پورته کړی.…

طالبان د داسې پاليسۍ د تصويب هڅه کوي چې د ښځينه ناروغانو درملنه به يوازې ښځينه ډاکټرانې کوي

طالبان د يوې نوې داسې پاليسۍ په هڅه کې دي چې له مخې به د‌ هېواد ښځينه ناروغانو درملنه يوازې ښځينه ډاکټرانې کوي. واشنګټن پوسټ د طالبانو د‌ عامې روغتيا وزارت له قوله ويلي چې د دوی مشرتابه ياد وزارت ته ځينې لارښوونې لیږلي چې پاليسۍ دې د…

پښتون ژغورنې غورځنګ د افغان نجونو د زده کړو لپاره غږ اوچتوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ به په يو احتجاج کې د افغان نجونو د زده کړو لپاره غږ اوچت کړي. او همدا راز پر پاکستان غږ کوي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ بس کړي. د غورځنګ مشر منظور پښتين پریکړه کړې چې د افغان نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو او دوی ته د زده…

طالبان: محمود کرزي ته د حقوقي ستونزو له کبله بهر ته د تګ اجازه نه ورکوو

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي ته دوبۍ ته د تګ اجازه نه ده ورکول شوې او د طالبانو له لوري یې مخه نیول شوې. د طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي ويلي محمودي کرزي ته د حقوقي ستونزو له کبله له هیواده بهر د تګ اجازه نه ده ورکړل…

طالبانو د سږکال د کانکور پایلې اعلان کړې، په لسو غوره مقامونو کې نجونې نشته

د طالبانو د ازموينو ملي ادارې نن شنبه د ۱۴۰۱ کال د کانکور پایلې اعلان کړې. د اعلان له مخې سږ کال د کانکور عمومي اول نمره د هرات ولايت نه يو زده کوونکی دی. سليمان د غلام جيلاني زوی د هرات ولايت نه د ۳۵۵,۴ نمرو په اخيستو سره سږ کال د…
koi finance