The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي!؟

د کوزې پښتونخوا پښتنې هنرمندې الماس خانه د انځورګرۍ نړيواله جايزه وګټله. د سوات پښتنې انځورګرې الماس خان ته به ياده نړيواله جايزه د هغې په نه شتون کې د بریټانیا پارلمان کې ملالې يوسفزۍ ته وسپارل شي. پښتنه انځورګره الماس خانم به د…

کرېکټ نړیوال جام: افغانستان په خپله دريمه لوبه کې هم يو نمره واخيسته

ټاکل شوې وه چې نن سهار د افغانستان او ايرلنډ لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي خو باران له کبله لغوه شوه. د لوبې له پچې اچونې وړاندې باران شروع شوی وو خو له يو نيم ساعت وتلو وروسته ای سي سي د‌ افغانستان او ایرلنډ نننۍ لوبه مساوي اعلان کړه.…

راشد خان سږ کال د ای سي سي د غوره بالرانو درجه بندۍ کې تر ټولو مخکې شو

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک او د نړۍ خورا مشهور توپ اچوونکی راشد خان د سږ کال د ای سي سي د غوره توپ اچوونکو يا بالرانو درجه بندۍ کې د نړۍ د ټولو غوره بالرانو نه مخکې شو. تر ښاغلي خان مخکې د اسټراليا توپ اچوونکی سیمېر جوش هېزلووډ د کرېکټ…

روسيه: افغانان به نور په پاکستان او ايران کې زموږ له کونسلګريو ويزې اخلي

کابل کې د روسیې سفارت تازه اعلان کړی چې افغانان به نور په پاکستان يا ايران کې زموږ له کونسلګريو ويزې اخلي. تر دې وروسته هغه افغانان چې د روسيې ويزو ته اړتيا لري او دي چې د ويزې تر لاسه کولو لپاره ايران يا پاکستان کې د روسیې کونسلګريو ته…

روسيه د اوکراين جګړې ته د افغانستان د جمهوري نظام کومانډو ځواکونه جذبوي

فارن پاليسي مجلې په يو تازه راپور کې ويلي، روسيه هڅه کوي د اوکراین په وړاندې د جګړې لپاره د افغانستان د جمهوري نظام کومانډو ځواکونه جذب کړي چې د جذب لړۍ يې هم پيل کړی. په راپور کې راغلي چې په دې تړاو ورسره د افغان کومانډو ځواکونو هغه…

د سردار محمد داود خان روغتون لپاره د رييس په توګه د بې سواده ملا د ګومارلو له امله د خلکو غبرګونونه

طالبانو د سردار محمد داود خان روغتون رييس ډاکټر اسماعيل وردګ له دندې لیرې کړ او پر ځای يې ملا شفيق د روغتون رييس وګومارل شو. عام خلک په طالبانو غوسه دي چې مسلکي او وړ خلک له دندو لېرې کوي او پر ځای خپل بې سېواده کسان ګوماري. د خواله…

نجونې زده کوونکې: طالبان زموږ په راتلونکي لوبې کوي؛ د ښوونځيو له تړلو يې ۴۰۰ ورځې ووتې

د طالبانو له واکمنۍ سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول، د طالبانو د يو نيم کال واکمنۍ په موده کې په ټول هېواد کې يوازې يو ځل د‌ نجونو ښوونځي پرانيستل شول خو بېرته يې په همغه تازه ورځو کې نجونې له ښوونځيو وشړلې او دا دی نن د…

هندي الاصله ريشي سونک د برېټانيا نوی لومړی وزير شو

د برېټانيا محافظه کار ګوند د برېټانيا د لومړي وزير څوکۍ لپاره ټاکنې وکړې. هندي الاصله برېټانيايی او د برېټانيا د ماليې پخوانی وزير ريش سونک وتوانېد چې د برېټانيا د لومړي وزير څوکۍ وګټي. او نن رسماً د بریټانیا لومړی وزیر اعلان شو.…

طالبان: راستانه شويو شخصیتونو څخه مسلکي کسانو ته يې په نظام کې کار ورکوو

د طالبانو حکومت له خوا له هېواده وتليو شخصيتونو د بېرته راستنولو لپاره د «افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسيون» په نوم اداره جوړه کړې چې د دوی پر وينا د کمېسيون له پيله تر اوسه سلګونه افغان شخصيتونه هېواد ته راستانه شوي. شخصیتونو سره د تماس…

افغانستان نړيوال جام کې له انګلېنډ لومړنۍ لوبه وبايلله؛ غلطي د چا وه؟

د شل اوريز نړيوال جام په لړ کې نن افغانستان په خپله لومړنۍ لوبه کې له انګلېنډ ماتې وخوړه. د لوبې پچه انګلېنډ وګټله او لومړی يې د‌ ډګر ساتنې پریکړه وکړه، افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته ۱۱۳ منډې هدف ورکړ.…

د ترهګرو د مالي ملاتړ له خړ لېست څخه د پاکستان نوم لېرې شو

د تورو پيسو د سپيناوي ادارې او له ترهګرۍ سره‌ د مالي مرستې د مخنيوي ادارې د پاکستان نوم د ترهګرو د ملاتړ له خړ لېست څخه وويست. د رویټرز خبري اژانس د راپور په حواله دا پرېکړه د يادې ادارې د ځانګړې ډلې له خوا پرون په پاريس کې له دوه ورځنۍ…

طالبانو کابل کې د داعش په پټنځي عمليات کړي

بېګا شپه د کابل ښار په کارت نو سيمه کې د چاودنو او پرلپسې ډير غږونه اورېدل شوي. د‌کابل اوسېدونکو هم ويلي چې د اتمې حوزې اړوند د بني حصار شاوخوا سيمه کې د‌ چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېدل. تر دې وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد…
koi finance