The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام سبا پيليږي؛ د سوپر کولو شرکت د افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي

ټاکل شوې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام سبا د (یکشنبه اکټوبر ۱۶مه) په آسټراليا کې پيل شي. چې لوبډلې به لومړی تمریناتي لوبې ترسره کړي. بل خوا بلاخره افغان لوبډلې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام د پیلېدو په درشل کې مالي سپانسر پيدا کړ. د…

طالبان ننګرهار کې د هغه ځوانانو سرونه خریي چې په ږیره کې سټايل وهي

ننګرهار ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف کسان په سلمانیانو ګرځي او هغه ځوانان چې به ږيره کې سټايل وهي سرونه یې خریي. ځوانان وايي نه یوازې دوی ته د طالبانو له خوا ستونزې جوړيږي بلکې طالبان سلمانیان هم وهي چې ولې ځوانانو ته ږیره جوړوي.…

امریکا: زموږ د نوې ستراتیژۍ له مخې طالبان ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته اړ دي

سپینې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر جوبایډن او ملي امنیت شورا له خوا د چهارشنبې په ورځ ۴۸ مخیزه نوې ستراتیژي خپره کړې. امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې کلک ټینګار کړی. په ستراتيژۍ کې راغلي که څه هم امریکايي ځواکونه له…

طالبان د جمهوریت قوانین او لایحې لغوه کوي وایي شرعي نه دي

د طالبانو د مشر ملا هبت اللهاخوند زاده به نوم یو تازه غږیز کلطپ خپور شوی چې په کې یې د دوی له خوا د نویو قوانینو او لایحو جوړولو خبره شوې ده. هبت الله ویلي د تېر جمهوري نظام د ده په وبنا غیر شرعي قوانین او لایحې یې لغوه کوي. په یاد…

د امریکا د سولې انستیتوت شاه محمود میاخېل ته له دې بنسټ سره د لس کلنې همکارۍ په ویاړ اېوارډ ورکړ

‏د امریکا متحده ایالاتونو د سولې انسټېټیوټ افغان سیاستوال شاه محمود میاخېل له دې بنسټ سره د لس کلنې همکارۍ په پار ستایلی او اېوارډ یې ورکړی. شاه محمود میاخېل بریالی افغان سیاستوال وو چې له نړیوالو ادارو سره سر یې په افغانستان دننه له…

طالبان د تلې ١٥مې ته په اشارې؛ د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه کاروي

طالبان د تلې ١٥مه په مناسبت چې په افغانستان د امریکا د برید د یویشتمې کالیزې سره برابره ده په وایي، افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه وو او نه به یې خاوره د چا پر ضد وکارول شي. طالبانو په دې مناسبت په یو خپره کړې اعلامیه ویلي، نور هېوادونه…

طالبانو نجونې پرېنښودې کانکور کې د خپلې خوښې پوهنځي انتخاب کړي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ازموینه کې نجونو لپاره د پوهنځیو ټاکل محدود کړي. نجونې وایي نه یوازې د پوهنځیو ټاکل بلکې موږ په نورو زونونو کې د پوهنځیو له ټاکلو هم محرومې شوې یوو. ختیځ زون کې پرون دوه وخته، لومړی له هلکانو…

کارین ډیکر: امریکا بیا په افغانستان کې پوځي مداخله نه کوي

دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا استازې کارین ډېکر په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا به بیا ځل لپاره په افغانستان کې هېڅ راز پوځي مداخله ونه کړي. ډیکر زیاتوي چې طالبانو سره به ډیپلوماټیکو اړیکو او خبرو ته دوام ورکړي او دوی به د امنیت…

شهباز شریف: نړۍ دې موږ دې ته نه جوړوي چې د خیرات کنډول را واخلو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو زیانونو ته په اشارې ویلي، نړۍ دې موږ خیرات ته نه جوړوي. شریف زیاته کړې نړۍ موږ دې ته مجبوروي چې د خیرات او چندې کنډول ته لاس کړو او د خپلو سېلاب ځپلو لپاره ترې خیرات…

د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې د چاودنې هدف صدر ابراهیم وو

نن ماسپښین څه د پاسه دوه بجې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د مراجعینو په یو مسجد کې چاودنه وشوه. یاده چاودنه داسې مهال رامنځته شوې چې د کورنیو چارو وزارت په مسجد کې پر لمونځ کوونکو د جمعې پر مهال رامنځته شوې چې په لومړي رکعت ولاړ وو.…

افغانستان په نړۍ کې د تر ټولو خراب ښوونیز سېسټم لرلو له کبله لومړنی هېواد اعلان شوی

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره یا سېو دي چېلډرن وایي افغانستان په ټوله نړۍ کې د تر رولو خراب ښوونیز سېسټم لرونکی هېواد اعلان شو. یاده اداره وایي تېر کال افغانستان په لېست کې څلورم ځای کې وو چې تر ټولو خراب ښوونیز سېسټم یې لرلو خو سږ…

نړیوال مرستندویه بنسټونه را روان ژمی افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېدو ته اندېښنه لري

د سره صلیب نړیوال کمېټ او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق کې را روان ژمي کې افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت د لا خرابېدو اټکل کړی. د سره صلیب نړیوال کمېټه وایي، د افغانانو لپاره تر ټولو جدي ګواښ بې وزلي ده، دا چې زرګونه افغانانو دندې له…
koi finance