The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

د ملګرو امنیت شورا نن ماښام د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې د ملګرو امنیت شورا نن د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د افغانستان د روان وضعیت په اړه ناسته وکړي. چې په ژوندۍ بڼه به نشریږي. د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په یو خبرپاڼه کې ویلي د یوناما سرپرست مارکوس پوټزل به د ناستې…

کندهار ته د بشیر نورزي ورتګ او طالبي استقبال

د طالبانو مهم، مطرح او بارسوخه غړی حاجي بشیر نورزی نن کندهار ته لاړ. د حاجي بشیر نورزي مخې ته طالبانو موټریز کاروان د استقبال په توګه راوړی وو او لسګونه ولسي خلک هم د بشیر نورزي استقبال ته مخې ته ورغلي وو. طالبانو په موټریز کاروان کې…

د پاکستان مالیې وزیر له دندې استعفا وکړه او پر ځای یې په فساد تورن شخص وزیر وګومارل شو

په ګاونډ هېواد پاکستان کې د سیاسي بدلونونو په درشل کې دا ځل د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل د پاکستان د اقتصادي وضعیت د خرابولي له کبله استعفا وکړه. د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله سخت شوي اقتصادي بحران ته په کتو سره هغه پنځم د مالیې…

په کوټه کې د طالب مشرانو کورونه پلټل شوي

د بلوجستان ایالت د کوټه ښار په بېلابېلو برخو کې د طالب مشرانو کورونه پلټل شوي. خبریال ډاټ کام ته رسېدلي راپورونه ښیي چې د چمن له سرحدي ښارګوټي نیولې بیا د کوټې ښار تر وروستیو څنډو پورې په بېلابېلو برخو کې د طالب مشرانو په کورونو چاپې وهل…

ټي ټي پي: د پاکستان پوځ او استخبارات وسلوالې ډلې جوړوي او د نړۍ امنیت ګواښي

د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې دا او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي او له افغانستان نه د پاکستان او د نورې نړۍ امنیت ګواښي. د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په یوه اعلامیه…

پاکستان د ترهګرو ځاله؛ د ناروې اوسلو ښار کې برید کوونکی پاکستان کې پټ دی

د ناروې حکومت وایي، د دې هېواد په اوسلو ښار کې برید کوونکی چې د داعش ډلې اړوند دی په پاکستان کې پټ شوی دی. د ناروې حکومت د شبهاز شریف له حکومت غوښتي چې د داعش ډلې یاد برید ګر عرفان قدیر بهټي دې ژر تر ژره پیدا او ونیسي. بریدګر قدیر…

سلام ضعیف: پاکستان دې خپل مردار لاس د افغانستان په لمنې نه پاکوي

پاکستان کې د طالبانو د تېر رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د افغانستان په اړه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، پاکستان دې خپل مردار لاس د افغانستان په لمن نه پاکوي، د شهباز شریف خبرو له ښکاري چې یو نوې دسیسه…

د هلمند نادعلې ولسوالۍ کې څاه ته لوېدلې مېرمن وژغورل شوه

تېره ورځ (جمعه) مازدیګر مهال د هلمند ولایت نادعلې ولسوالۍ کې یو مېرمن څاه ته لوېدلې وه. دا پېښه د نادعلې ولسوالۍ ماتکي دښت سیمه کې رامنځته شوې وه چې مېرمن بلاخره وژغورل شوه، د طالبانو د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، یاده مېرمن له…

د پاکستان لومړی وزیر: افغانستان نه د ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنه لرو

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي، د نړیوالې ټولنې سره یو ځای دوی هم له افغانستان نه د ترهګرو د ګواښ په اړه اندېښنه لري. وایي، د نړۍ لویې ترهګرې ډلې لکه"داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، د دازبکستان اسلامي جنبش او د ختیځ ترکستان…

طالبانو د هوانوردۍ پخوانی رییس محمود شاه حبیبي د الظواهري د مرګ په تور نیولی

د جمهوریت د مهال د هوانوردۍ پخوانی رییس محمود شاه حبیبي چې د طالبانو د تماس کمېسیون په غوښتنه وطن ته راستون شوی وو نیول شوی. طالبانو محمود شاه حبیبي د ایمن الظواهري د مرګ په تور نیولی د ښاغلي حبیبي یو نژدې ملګري خبریال ډاټ کام ته ویلي چې…

د کابل ننۍ چاودنه کې ٢٥ مړه او له ٤٠ ډير ټپيان دي، خو طالبان کره شمېرې پټوي

نن د کابل ښار لسمې حوزې اړوند وزیر محمد اکبر خان جومات ته څېرمه د جمعې له لمانځه وروسته بمي چاودنه وشوه چې د طالبانو په ګډون لسګونه عامو وګړو مرګ ژوبله واړوله. په یاده چاودنه کې ٢٥ مړه او له ٤٠ ډېر ټپیان دي، چې په کې طالبانو ته هم مرګ…

طالبانو هلمند کې د کورونو تالاشۍ پر مهال په ښځو ډزې کړي او مرګ ژوبله یې اړولې

طالب وسله هلمند کې د کورونو تالاشۍ په درشل کې د لښکرګاه ښار ته څېرمه بست کلا اڅکزو کلي کې یو کور کې د تالاشۍ پر مهال په ښځو ډزې کړي. د طااب وسله والو ډزو کې څلور مېرمنې شهیدانې شوي دي. د هملند اوسېدونکي طالبانو هلمند کې د وسله پلټلو…
koi finance