The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه کې سل زده کړیالانې د خوړو په واسطه مسمومې شوي

د کابل پوهنتون د نجونو لیله کې د ۱۵۰۰ نجونو له ډلې سل نجونې د خوړو په واسطه مسموم شوي دي. د کابل پوهنتون یو شمېر زده کړیالانو رسنیو سره خبرو کې ویلي چې یاده پېښه وړمه شپه رامنځته شوې او د لیلیې چارواکو سره یې د پېښې له شریکولو وروسته هم…

هند بهرنیو چارو وزارت: افغانانو ته مو د امنیتي اندېښنو له کبله ویزې ځنډولې دي

هند د اوږدې مودې را په دې خوا افغانانو ته د هند ځنډولې دي. تازه د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي د امنیتي اندېښنو له کبله یې افغانانو ته د هند ویزې ځنډولې دي. هغه په هند کې په یو تازه غونډه کې ویلي، چې تېر کال د طالبانو د حکومت…

د هرات پوهنتون ښځینه زده کړیالانو په کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون لاریون کړی

له کابل وروسته هرات کې ښځینوو کابل کې د جمعې ورځ برید په غبرګون کې لاریون کړی. د هرات دولتي پوهنتون ښځینه زده کړیالانې د جمعې په ورځ په کاج ښوونیز مرکز د برید غبرګون کې نن سهار لاریون راویستلی. د تېرې جمعې په ورځ د کابل دشت برچې سیمه…

رینا امیري: لاریونوالو مېرمنو سره د طالبانو تاوتریخوالی د زور نه؛ کمزورۍ نښه ده

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي د لاریون کوونکو مېرمنو سره د طالبانو له خوا زور زیاتی د زور نه د کمزورۍ نښه ده. اغلې امیري په کابل کې د مېرمنو پروني لاریون سره د طالبانو د تاوتریخوالي او زور…

د طالبانو امر بالمعروف وزیر: یوناما راته ویلي اروپا کې ستاسو په څېر ادارې جوړېدلو ته سخت ضرورت دی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي وایي اروپا هم زموږ په څېر د ادارې جوړولو په ارمان ده. خالد حنفي وایي په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما استازو راسره په لیدنه کې وویل او ټینګار یې وکړ چې ستلسو…

طالبانو د تېر کال فارغ شویو نجونو ته په کانکور کې د ګډون اجازه ورکړه

د طالبانو حکومت هغه نجونو ته په کانکور کې د ګډون کارتونه وېشلي چې تېر کال له ښوونځیو فارغې شوي دي. خو په ورته مهال هغه نجونې چې سږ کال یې د ښوونځي وروستی کال وو خواشیني دي چې په کانکور کې د ګډون اجازه ور نه کول شوه، که څه هم طالبانو د…

د امر بالمعروف وزیر د عباس ستانکزي نظر رد کړ وایي تعلیم مباح دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي نن د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، تعلیم په نارینه او ښځینه فرض دی، هېڅوک له دې فرضیت څخه انکار نه شي کولی. عباس ستانکزي د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.…

د طالبانو حکومت کې را روان ژمی ۱۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د طالبانو حکومت له پیل سره هم مهاله د اقتصادي بحران په درشل کې سږ کال میلیونونه افغانان بېړنیو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام یا "WFP" وايي، په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړي را روان ژمي لپاره په بېړنۍ توګه ۱،۱ میلیارد…

د ملګرو امنیت شورا نن ماښام د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې د ملګرو امنیت شورا نن د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د افغانستان د روان وضعیت په اړه ناسته وکړي. چې په ژوندۍ بڼه به نشریږي. د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په یو خبرپاڼه کې ویلي د یوناما سرپرست مارکوس پوټزل به د ناستې…

کندهار ته د بشیر نورزي ورتګ او طالبي استقبال

د طالبانو مهم، مطرح او بارسوخه غړی حاجي بشیر نورزی نن کندهار ته لاړ. د حاجي بشیر نورزي مخې ته طالبانو موټریز کاروان د استقبال په توګه راوړی وو او لسګونه ولسي خلک هم د بشیر نورزي استقبال ته مخې ته ورغلي وو. طالبانو په موټریز کاروان کې…

د پاکستان مالیې وزیر له دندې استعفا وکړه او پر ځای یې په فساد تورن شخص وزیر وګومارل شو

په ګاونډ هېواد پاکستان کې د سیاسي بدلونونو په درشل کې دا ځل د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل د پاکستان د اقتصادي وضعیت د خرابولي له کبله استعفا وکړه. د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله سخت شوي اقتصادي بحران ته په کتو سره هغه پنځم د مالیې…

په کوټه کې د طالب مشرانو کورونه پلټل شوي

د بلوجستان ایالت د کوټه ښار په بېلابېلو برخو کې د طالب مشرانو کورونه پلټل شوي. خبریال ډاټ کام ته رسېدلي راپورونه ښیي چې د چمن له سرحدي ښارګوټي نیولې بیا د کوټې ښار تر وروستیو څنډو پورې په بېلابېلو برخو کې د طالب مشرانو په کورونو چاپې وهل…
koi finance