د جدايی له وېرې یې ځانونه سره ولچک کړل

خبريال وېبپاڼه: د ځينو پېغلو او ځوانانو په مينځ کې د خفګان او پخلا کېدو مسله ډیره وي، د يو بل څخه ډېر خفه کېږي او بېرته پخولا کېږي، په اوکراين کې يوې جوړې د همدې‌ درد‌ د دوا کولو لپاره يوه جالبه لاره موندلې ده.

د موټرو پلرونکی الېکساندر او د ښکلا متخصصه ویکټوریا ډېر وخت کېږي چې د يو بل سره يو ځای دي او يو په بل مين دي، خو ددوی ترمينځ هم دا خبره وه، چې هر وخت به د يو‌ بل څخه بېلېدل او بيا به بېرته پخولا کېدل، خو بالاخره دا جوړه ددې ستونزې څخه ستړې شوه چې هره ورځ د یو بل څخه بېل او بيا پخولا وي.

ددې ستونزې د حل لپاره د مینانو په ورځ دوی پرېکړه وکړه چې ځان به د یو بل سره تړي، له همدې‌ کبله یې خپل لاسونه د يو بل سره ولچک کړل، خو جالبه داده چې دې ولچکو هم ددوی اړیکه ونشوه ژغورولی او بيا هم د همغه سرنوشت سره مخ شول.

دغه جوړې خپل ټول کارونه يو ځاي په مخ وړل، يو د بل سره لاس ولچک يو ځای به دوي ډوډۍ خوړله، يو ځاي تشناب ته تلل، يو ځاي یې غاښ بورس کول او د خپلو دې کړنو څخه به یې په منظم ډول انځورونه خپرول.

دوی وروسته د ۱۲۳ ورځو تړلي ژوند څخه پرېکړه وکړه چې د يو بل څخه بېرته جدا شي او بېل بېل ژوند غوره کړي، ویکټوریا چې کله د‌ خپلې جدائی په هکله خبرې کولې اوښکې یې له سترګو روانې وې او ویې ویل چې په کومه موده کې چې يو د‌بل سره تړلي و نو ملګري یې يوه ورځ هم ورته ونه ويل چې يادېږې، دې زياته کړه چې ټوله ورځ به د يو بل سره و نو يو بل مو نه یادېدل.

دغه جوړې په عين حال کې خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې له دا ډول اړيکو ډډه وکړي، د يو بل لپاره یي شخصي ځای یو شخصي حد پرېږدي، ځکه بدون له دې څخه انسان خپل هويت خپل فردي توب او ځانګړ والی له لاسه ورکوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com