خبریال وېبپاڼه / د سریلانکا ملي لوبډلې پیاوړي آلراونډر لوبغاړي اسورو اوډانا له نړیوال کرکټ سره له مخه ښه وکړه، نوموړي د مخه ښي وروسته وویل چې غواړي خپل ځای ځوانو لوبغاړو ته پریږدي، ترڅو د خپل هیواد سم استازیتوب وکړي.
همدارنګه ۳۳ کلن اسورو اوډانا زیاته کړي چې له کرکټ سره یې مینه لرله او لا به یې لري خو اوس د دې وخت را رسیدلی چې ترڅو له نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړي او خپل ځای نورو ځوانو لوبغاړو ته پریږدي.
نوموړي ویلي چې د سرېلانکا لوبډلې لپاره یې د کرکټ په ډګر کې سل سلنه خواري کړي او د خپلو ملګرو لوبغاړو ملاتړ ته به وروسته له تقاعد څخه هم دوام ورکوي.
اسورو اوډانا د سرېلانکا ملي لوبډلې لپاره ۵۶ لوبې کړي چې په یادو لوبو کې یې ۴۵ ویکټې اخیستي دي او څو ورځې وړاندې د هند په وړاندې لوبو کې هم د سرېلانکايي لوبډلې غړی وو.
نوموړی داسې مهال له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلانوي چې څه موده وړاندې د سرېلانکا لوبډلې یو بل الراونډر تیسارا پریرا هم له له نړیوال کرکټ سره مخه کړې وه او متیوس بیا ویلي وه چې د کرکټ پریښودو په اړه غور کوي.