خبریال وېبپاڼه / د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د راتلونکي کال په جنورۍ او فبرورۍ مياشتو کې به پخپل نوښت د (پرېمير ليګ ټي ټونټي) په نوم ليګ پيل کړي.
دا ليګ چې به د شپږو لوبډلو ترمنځ پکې سيالۍ کيږي، محدود شمېر يعنې څلور بهرني لوبغاړي به پکې نه لوبيږي بلکې ټوله لوبډله به د نړۍ له نوموتو لوبغاړو جوړه وي.
تر دې مهاله د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې مالک او د ډيلي کپيټلز لوبډلې ونډوال د دوه لوبډلو د اخيستو ويلي او د سن رايزرز حيدراباد او چينای سوپر کېنګز له مالکينو سره د لوبډلو د اخيستو خبرې روانې دي.
د آی پي ايل د لوبډلو مالکينو د متحده عربي اماراتو له ليګ وړاندې د ويسټ انډيز په کرابين ليګ کې هم لوبډلې اخيستي وې او همدا تېره ورځ باربادوس لوبډلې ځکه خپل نوم له ټرايډينټس څخه رويلز ته بدل کړ چې د راجستان لوبډلې مالک يې ونډوال شو.
متحده عربي اماراتو داسې مهال د خپل ليګ د پيل خبر ورکړی چې ياد هيواد کې د پاکستان سوپر ليګ له پای ته رسیدو وروسته نږدې راتلونکي کې آی پي ايل او بيا نړيوال شل اوريز جام ترسره کيږي.
متحده عربي اماراتو داسې مهال د خپل ليګ د پيل خبر ورکړی چې ياد هيواد کې د پاکستان سوپر ليګ له پای ته رسیدو وروسته نږدې راتلونکي کې آی پي ايل او بيا نړيوال شل اوريز جام ترسره کيږي.