افغان نولس کلنه لوبډله به د بنګله دیش له لوبډلې سره لوبې ولري

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ د نوې نولس کلنې ملي لوبډلې د جوړولو لپاره له تېر څه باندې یوه کال راهیسې کار روان دی، دغه لړۍ په هیواد کې د شپاړلس کلنو لوبغاړو تر منځ په ولایتي سیالیو پیل شوه چې له هغه وروسته بیا د زونونو په کچه هم دغه سیالۍ ترسره شوې، د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته دېرش تنه غوره لوبغاړي له ۱۰ تنه نورو هغو لوبغاړو سره په یوه تمریناتي کیمپ کې سره یوځای شول، چې له وړاندې یې د هیواد په اوولس کلنه لوبډله کې لوبې ترسره کړې وې.

دغو لوبغاړو ته تمریناتي کیمپونه برابر شول او يو شمېر لوبې يې وکړې, د تمریناتو له اړخه دغه لوبغاړي پوره تيار شول.
اوسمهال د دغې لوبډلې د جوړولو پروسه وروستیو مرحلو ته رسېدلې ده او ښايي ډېر ژر یې شل کسیزه یا هم ۱۸ کسیزه لوبډله د راتلونکو پروګرامونو لپاره غوره شي. دغې لوبډلې روانه اونۍ په کابل لوبغالي کې یو لس ورځنی تمریناتي کیمپ پای ته ورساوه، چې په ترڅ کې یې په ګڼو برخو کار وشو او هم یې د ګڼ شمېر خپلمنځي سیالیو ترڅنګ د ملي لوبډلې په وړاندې هم یوه تمریناتي سیالي ترسره کړه.

ټاکل شوې ده چې دغه ځوانه لوبډله به د نولس کلنو لوبغاړو د راتلونکي آسیا جام او نړیوال جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه په هیواد کې یو وروستی کیمپ ترسره کړي او بیا به د بنګله دېش د نولس کلنو لوبډلې په وړاندې د سیالیو لپاره یاد هیواد ته سفر وکړي. د کرکټ بورډ په ویبپاڼه د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په یاد سفر کې به دغه ځوانه لوبډله د کوربه هیواد په وړاندې يو شمېر سیالۍ ترسره کړي چې له مخې به یې د راتلونکو سترو سیالیو لپاره لا زیات چمتووالی ونیسي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې به دغه سیالۍ په راتلونکې سپټمبر میاشت کې ترسره شي، دا په داسې حال کې ده چې د بنګله دېش هوا اوسمهال نهایت ګرمه ده، نو افغانستان کرکټ بورډ ته پکار ده چې د نولس کلنې لوبډلې راتلونکی تمریناتي کیمپ په یو ګرمسېر ولایت کې ترسره کړي چې څه نا څه د بنګله دېش د ګرم موسم سره بلد شي او په ورته موسم کې تمرینات ترسره کړي ترڅو د تېر په څېر د سیالیو پرمهال له ستونزو سره مخ نه شي.

د اعلان شوي مهال ویش له مخې افغان نولس کلنه لوبډله به د بنګله دیش له نولس کلنې لوبډلې سره د پنځه یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ لوبې لړۍ د راتلونکې سپټمبر میاشتې له پنځمې نیټې څخه پیل کړي او د یادې میاشتې تر ۲۰ نیټې به دوام وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com