د شپږیزې د لوبغاړو د پېر مراسم

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوي ده چې اتم پړاو شپږیزې سیالیو ته سبا شپه د لوبغاړو د پېر مراسم ترسره شي، کوم مراسم چې به په ژوندۍ بڼه په تلویزیون هم نشر شي. د لوبغاړو د پیر یادو مراسمو کې به د اته بیلابیلو لوبډلو له لوري په مختلفو کټګوریو کې ۱۶۰ لوبغاړي وپیرل شي.

لوبډلې او کپتانان

د نورو کلونو شپږیزه سیالیو سره په توپیر دا ځل دوه نورې لوبډلې هم اضافه شوي چې ورسره به سږکال سیالۍ د دولس ورځو پرځای اتلس ورځې دوام وکړي.

هندوکش، پامیر، سپین غر، میس عینک، بندامیر، آمو، بْست او کابل هغه لوبډلې دي چې سږکال د سپټمبر میاشتې له لسمې نیټې وروسته پیلیدونکي اتم پړاو شپږیزه سیالیو کې به ګډون ولري.

تر دې مهاله معلومات دا دي چې عثمان غني به د سپین غر لوبډلې، شاپور ځدراڼ د پامیر لوبډلې او رحمن الله ګربز به د کابل لوبډلې کپتاني په غاړه ولري او د نورو لوبډلو کپتانان لا نه دي مشخص شوي.

لوبغاړي او مختلفي کټګورۍ

د سږکال شپږیزه سیالیو ته ټولټال ۳۵۰ لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده چې له منځه به یې هره لوبډله شل شل لوبغاړي وپیري او ټولټال د سبا شپې مراسمو کې به ۱۶۰ لوبغاړي د بیلابیلو لوبډلو له لوري وپیرل شي.

د لوبغاړو د اخیستو لپاره مختلفې کټګورۍ په پام کې نیول شوي چې ایکن لوبغاړو ته ۵ نیم لکه، ډایمنډ ته درې نیم لکه، پلاټینیم ته دوه لکه، ګولډن ته یو لک او شل زره او په سیلور کټګورۍ کې پېرل کېدونکو لوبغاړو ته ۷۵ زره افغانۍ قیمتونه ټاکل شوي دي.

دغه راز د ایمیرجینګ لوبغاړو ټاکل د لوبډلو د مالکانو په واک کې ورکړل شوي چې خپلو لوبډلو ته د ځوانو لوبغاړو له منځه لوبغاړي انتخاب کړي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د شپږیزه سیالیو پیل د سپټمبر په دولسمه نیټه پلان شوی وو خو دا هغه مهال چې افغان لوبډلې له پاکستان سره لوبې لرلې، اوس چې یادې لوبې ځنډیدلي ممکن د شپږیزه سیالیو کې هم تغیر راشي.

له بلې خوا د لوبډلو مالکان هم هیله لري چې لوبې لږ څه دمخه شروع شي ترڅو د هند غوره لیګ لوبو سره په ټکر کې رانه شي ځکه چې د دواړو لیګونو پر وخت ترسره کیدلو په صورت کې ممکن د شپږیزه سیالیو مینه وال هغومره نه وي څومره چې تمه کیږي.

دغه راز د لوبو د نشر په اړه ویل کیږي چې له ملي تلویزیون سره د سبا شپې لایو نشراتو په اړه خبرې شوي خو دا چې لوبې به هم ملي تلویزیون نشر کړای شي که نه، هغه پوښتنه ده چې لا هم نه ده جواب شوې.

د شپږیزې د ژوندي خپراوي لس کلن تړون له ملي تلویزیون سره شوی وو خو دا چې اوس یاد تلویزیون د شپږیزې سیالیو د خپراوي وړتیا لري که نه لا هم دقیقه نه ده معلومه، خو ویل کیږی چې د ملي تلویزیون د نه چمتووالي په صورت کې به له یک تلویزیون سره د لوبو د ژوندي نشر تړون وشي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com