خبریال وېبپاڼه / ریاض حسن د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې له ۸ کلونو راهیسې کرکټ کوي. ریاض حسن په ښي لاس بیټینګ کوي او ترڅنګ یې ښه اف بریک بالینګ هم کوي. نوموړی په ۲۰۱۷م کال کې د نولس کلنو لوبډلې په تمریناتي کېمپونو کې شامل شو خو یو کال وروسته په ۲۰۱۸م کال کې یې یادې لوبډلې ته لاره پیدا کړه.
ریاض د نولس کلنو ځوانانو په ملي لوبډله کې ۱۱ لوبې کړې دي. نوموړي په دې لوبډله کې خپله لومړنۍ سلیزه د هندوستان د نولس کلنې لوبډلې په وړاندې ترسره کړه. له دې وروسته د همدې ۲۰۱۸م کال په کورنیو لیسټ اې سیالیو کې د آمو زون لوبډلې ته وټاکل شو چې په خپله لومړنۍ (ډیبیو) لوبه کې یې سلیزه جوړه کړه. همدارنګه په کورنیو فرسټ کلاس سیالیو کې هم ډېر ښه ثابت شوی دی.
دغه ښي لاسی بیټسمین د بیټینګ ډېرې ښې ځانګړتیاوې لري. د نوموړي کټ، ډرایف او پُل شاټونه ډېر قوي دي او هر وخت ډېرې منډې پرې جوړوي. ریاض د ښه بیټینګ ترڅنګ ډېر اغېزمن آف سپِن بالینګ کوي، د نولس کلنو لوبډلې لپاره یې هم ۱۳ وېکټې ترلاسه کړې دي. د دې ټولو ځانګړتیاوو سره سره ریاض ښه فیلډر او تر دې هم مهمه دا چې ډېر ښه کپتان دی او په خپله موده کې یې د نولس کلنو لوبډلې ښه مشري کړې ده.
ریاض حسن په ۲۰۱۸م کال کې د هندوستان په سفر د کومې تېروتنې له امله د درې کلنو بند سره مخ شوی و، چې اوس مهال یې بندیز پای ته رسیدلی او په دې وروستیو کې یې محلي کرکټ کې ډیرې ښې لوبې هم کړي دي.
ریاض حسن ته پکار ده چې له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي، په راتلونکي کې نباید داسې کار وکړي چې له امله یې ستونزې ورته جوړې شي. د ښه لوبغاړي جوړېدل یوازې په ښه بیټینګ او بالینګ نه کیږي بلکه پوره ډیسپلین او منظموالی غواړي چې باید هر لوبغاړی ورته قایل وي.
ریاض په یوه وخت کې د څو لوبغاړو ځای ډکولای شي. بهترین اوپنر، ښه بیټسمین، هوښیار اف بریک بالر او ښه ځیرک کپتان! دا ټولې ځانګړتیاوې یوازې په یوه ریاض حسن کې شتون لري. نو پکار ده چې هغه ته په لوړه کچه د لوبېدو موقع برابره کړي، بې شکه ریاض په نړیواله کچه هم بهترین لوبغاړی جوړېدای شي.