خبریال وېبپاڼه / د اګست میاشتې غوره لوبغاړي جایزې ته درې نوماندان په ډاګه شول
کرکټ نړیوالې شورا د تیرې اګست میاشتې درې هغه لوبغاړي چې تر نورو یې ښې لوبې کړې وې، په ډاګه کړي چې له منځه به یې یو د یادې میاشتې غوره لوبغاړی وټاکل شي.
د پاکستان ځوان فاسټ بالر شاهین افریدی چې د ویسټ انډيز په وړاندې ټیست لوبو کې یې خورا ښې لوبې وکړې او په دویمه ټیسټ لوبه کې لس ویکټې واخیستې د آګست میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته یو له درې نوماندانو څخه دی.
انګلیندي جو روټ بیا دوهم نوماند دی چې د اګست میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې خپلولو لپاره به د شاهین افریدي ترڅنګ له هندي جسپریت بومرا سره سیالي کوي.
روټ د هند په وړاندې د ټیسټ لوبو سیریز کې د خپلې لوبډلې لپاره ښې لوبې کړي دي او اوس مهال د څلورمې لوبې په پنځمه ورځ هم د انګلینډۍ لوبډلې ډيرې هیلې ورپورې تړلي دي.
د میاشتې غوره لوبغاړي جایزه هره میاشت د کرکټ نړیوالې شورا د شننو، متخصصینو او کرکټ مینه والو له لوري یو هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي چې تر نورو یې ښې لوبې کړې وي.