د هند او انګلینډ ترمنځ پنځمه ټیسټ لوبه ښایي لغوه شي

خبریال وېبپاڼه / په مانچيسټر کې د کوربه انګلينډ او ميلمه هند لوبډلو ترمنځ د پنځمې ټيسټ لوبې د لغوې د اصلي علت په اړه لا هم څارونکي يو خوله نه دي او په تړاو يې بيلابيلې څرګندونې کيږي.

ظاهراً ياده لوبه وروسته له دې لغوه شوه چې د هند ملي لوبډلې ډاکتر په کرونا اخته شو خو اوس دا سې هم ويل کيږي چې د لوبې د لغوې اصلي لامل کرونا نه، بلکې د آی پي ايل پاتې لوبې دي.

د انګلينډ پخواني کرکټر ډيويډ ګوور ادعا کړې چې د لوبې د پيل په شپه د هندۍ لوبډلې کپتان ويرات کوهلي خپل کرکټ بورډ ته ايميل کړی او دا چې په دې تړاو بايد وضاحت ورکړل شي.

ډيويډ وايي “مونږ د مختلفو لاملونو له امله د لوبو لغوه کيدل ليدلي خو دا چې دا لوبه ولې لغوه شوه، وضاحت ته اړتيا ليدل کيږي، که چيرې دا کار د آی پي ايل لپاره شوی وي نو ډېره خواشینونکې ده”.

ګوور باور لري چې راتلونکو ورځو کې به د پېښې نور پټ اړخونه معلوم شي، هغه زياتوي چې که چيرې دا پيښه له آی پي ايل سره تړاو ولري نو د ټيسټ لوبو د مينه والو لپاره له تراژیدۍ کمه خبره نه ده.

“تېر ځل کله چې ويرات انګلينډ کې وو نو د ټيسټ کرکټ په اړه يې وويل چې ډېر ارزښت ورته لري خو که اوس ټيسټ لوبه د آی پي ايل لپاره لغوه کيږي نو دا زما او د ټيسټ کرکټ د مينه والو لپاره خواشينوونکي ده”.

سره له دې چې د لوبې له لغوې وروسته د انګلينډ کرکټ بورډ پخپله نشر کړې اعلاميه کې داسې اصطلاح وکاروله چې ښودله يې ياده لوبه به د انګلينډ په ګټه کې حسابيږي خو د هندي بورډ له نيوکې وروسته يې ياده اصطلاح له اعلاميې ړنګه کړه.

تر دې مهاله د لغوه شوې ټيسټ لوبې برخليک لا روښانه شوی نه دی خو اټکل کيږي چې ياده لوبه به په ۲۰۲۲م کال کې وشي، چې له مخې به يې د هند او انګلينډ ترمنځ د سږکال سيريز پايله معلومه شي، کوم چې اوس مهال ۲-۱ د هند په ګټه دی.

بله خوا داسې راپورونه هم شته چې د هند کرکټ بورډ د انګلينډ کرکټ بورډ ته دوه اپشنه وړاندې کړي چې له منځه يې يو وټاکي، ۲۰۲۲م کال يوه اضافي ټيسټ لوبه او يا دوه اضافي شل اوریزه لوبې، له کومو سره به چې د انګلینډ کرکت ‌بورډ او سکای سپورټ شبکې ته رسيدلی تاوان جبران شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com